Tuesday, January 21, 2025

د پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي لنډه پیژنده او د هغه ځینې چاپ شوي آثار

 



 

 

پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي په کال ۱۳۳۷ش/۱۹۵۸م  په یوه علمي کورنۍ کې زیږیدلی او د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي څخه تر فراغت وروسته په همدې پوهنځي کې د استاد په توګه ټاکل شوی دی. هغه په ​​فقه او قانون کې ماسټري لري او د امریکا په متحده ایالاتو کې یې د مقایسوي حقوقو په برخه کې ځینې زده کړې بشپړې کړې دي. نوموړي د ځينو علمي، څیړنيزو او مشاهداتي وظيفو د ترسره کولو په موخه بیلابیلو هیوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، هند، ماليزيا، د امريکا بیلابیلو ايالتونو، اندونيزيا او ځينو نورو هیوادونو ته رسمي سفرونه کړي دي.

نوموړي ۳۷ کاله (۱۱/۰۸/۱۳۶۳ ش تر ۰۶/۱۲/۱۴۰۰ ش) د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې د حقوقي او شرعي علومو په تدریس او څیړنه کې تیر کړي دي.

هغه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د بین المللي اړیکو په ماسټری کې هم تدریس کړی او همدا راز هغه د څو کالو په ترڅ کې د کابل پوهنتون د اجتماعی علومو پوهنځی د جندر او د ښځو د مطالعاتو په ماسټری کې هم تدریس تر سره کړی دی.

هغه څه موده د وخت د اسلامي علومو د پوهنتون د فقهې او قانون د پوهنځي مرستیال او ۲۶ کاله یې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د عقیدې او فلسفې د څانګې د آمر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړي د کابل پوهنتون، ولایتي پوهنتونونو او د هیواد د دارالمعلمینونو لپاره تر ۳۰ ډېر درسي کتابونه لیکلي او چاپ کړي او یو شمیر معتبر کتابونه یې ژباړلي دي، پر دې سربیره یې په پښتو، دري او عربي ژبو له پنځوسو څخه زیاتې علمي- څیړنیزې مقالې په کورنیو او بهرنیو معتبرو ژورنالونو کې هم خپرې شوې دي.  

نوموړي د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي، د هیواد د نورو شرعیاتو پوهنځیو، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د بیلابیلو ولایتونو د دارالمعلمینونو او د نورو اکاډمیکو بنسټونو د څه باندې درې سوو تنو ځوانو استادانو سره د علمي او څیړنیزو پروژو د تکمیل او علمي آثارو د ژباړې په برخه کې  په رسمي توګه د لارښود استاد په حیث دنده تر سره کړې ده.

نوموړي د هیواد د ځينو قوانينو او مقرراتو په تسوید او تدوين كې برخه اخیستې، د مدني قانون د مزارعت او مساقاتو برخه يې د لوړو زده کړو وزارت د درسي كتاب په توګه د اسلامي فقهې بر بڼسټ تحلیل کړې ده او د افغانستان د جزا کود د شارحینو د کمیټې د غړيتوب وياړ يې هم درلودلی دی.

هغه د خپلې وظیفې په ترڅ کې د کابل پوهنتون د ننه او همدارنګه د کابل پوهنتون څخه بهر د لسګونو علمي او اکاډمیکو کمیټو غړیتوب درلوده چې یو شمیر یې په لاندې ډول دي: د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د نصاب کمیټه، د لوړو زده کړو وزارت د نصاب او د بهرنیو تحصیلي اسنادو د څیرنې کمیټې، د کابل پوهنتون د ماسټرۍ بورډ، د کابل پوهنتون د شریعت او قانون څانګې د ماسټرۍ بورډ، د کابل پوهنتون د علمي مجلې د هیأت تحریر کمیټه، د کابل پوهنتون د څیړنې مجلې د هیأت تحریر کمیټه، د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د علمي مجلې د هیأت تحریر کمیټه، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د علمي مجلې د هیأت تحریر کمیټه، د آرین د علمي مجلې د هیأت تحریر کمیټه، د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی شورا، د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو د نصاب کمیټه، د البیرونی پوهنتون علمي شورا او ځینې داسې نورې شوراګانې او کمیټې.

هغه د عقیدې او فلسفې د څانګې د مسئولیت څخه علاوه د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د شریعت او قانون د ماسټری پروګرام د مرکز د مسئول په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

 هغه ته د افغانستان د مختلفو رژیمونو له خوا څو څو ځلې د ډیرو لوړو اداري دندو وړاندیزونه شوي خو نوموړي یو هم ندی قبول کړی او تل یې په پوهنتون کې تدریس ته ترجیح ورکړې ده او د ده دغه صفت تل د هغه د همکارانو له خوا په ښو ټکو سره ستایل شوی دی.

نوموړی د 1400 ش کال په آخرو کې د درملنې لپاره د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته لاړ او څه موده وروسته د خپلو اولادونو په بلنه کاناډا ته ستون شو او اوس مهال د ټورنټو په ښار کې له خپلې کورنۍ سره یو ځآی ژوند کوي.  

֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍

د پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي له خوا د ځینو لیکل شوو کتابونو لیست کوم چې د کابل پوهنتون، د سعید انتشاراتو، د جهان اسلام انتشاراتو، د هندي خپرندویه ټولنې Repro India Ltd  او نړیوال بانک په مرسته خپاره شوي په لاندې ډول دی:

 شمیره   عنوان                                                     نوعیت                                 

1.     فلسفه حقوق                                                          د ماسټری تیزس

2.    د المدارس الفلسفیة کتاب ژباړه                                   د پوهنمل علمي رتبې اصلي اثر

3.     ادیان جهان و چگونگی مقارنه آنها                              د پوهندوی علمي رتبې اصلي اثر

     د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو درسي کتاب                          

4.     الهیات در علم  عقاید اسلامی                                     د پوهنوال علمي رتبې اصلي اثر او فعلا د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو درسي کتاب

5.     نبوات در عقاید اسلامی                                             د پوهاند علمي رتبې اصلي اثر او فعلا د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو درسي کتاب

6.      فلسفه معاصر و پیشینه تاریخی آن                              د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو پخوانی درسي کتاب کتاب                                                          

7.     منطق قدیم و جدید                                                    د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو درسي کتاب                                                        

8.     رهنمای عملی اصول تحقیق و تحریر منوگرافها               د پوهنتونونو د آخرو ټولګیو درسي کتاب

9.     عقاید شریف- بخش الهیات                                         د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

10. عقاید شریف- بخش نبوات و سمعیات                            د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

11. منطق (صوری و تطبیقی)                                           د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

12.  ثقافت اسلامی  1 و 2                                                د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

13.  شناخت ادیان                                                           د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

14.   میتود تدریس علوم دینی                                           د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

15.   ترجمه تجوید 1                                                       د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

 16.  ترجمه تجوید 2                                                       د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب                           

17. ترجمه منطق (صوری و تطبیقی )                                  د هیواد د دارالمعلمینونو درسي کتاب

18. روش تحقیق و طرح عملی آن (قاعة البحث)                     د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د ماسټری د پروګرامونو درسي کتاب

19. جایگاه زن در اسلام                                                   د کابل پوهنتون د جنډر او د ښځو د مطالعاتو د ماسټری د پروګرام درسي کتاب

20. اصول دعوت و فن خطابه                                            د هیواد د شرعیاتو پوهنځیو درسي کتاب                                                 

21.  تحلیل فقهی یک بخش از قانون مدنی افغانستان               د هیواد د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځیو درسي کتاب د استاد محمدي په ګډه مرسته                        

22.  چهار جلد شرح کود جزای افغانستان                             د شارحینو په کمیټه کې په ګډه مرسته                             

23. تدوین رهنمای پوهنځی شرعیات  

24. رهنمود کاربردی ساختن مقرره آموزش دوره لیسانس در پوهنځی های حقوق و شرعیات

25. رهنمود کاربردی ساختن سیستم کریدت در پوهنځى های شرعیات و حقوق کشور

26. مواد آموزشی علوم دینی برای معلمان           د هیواد د ښوونځیو د ښوونکو لپاره لارښود کتاب

27. دروس انتخابی علوم دینی                           د هیواد د ښوونځیو د ښوونکو لپاره لارښود کتاب

28.  تدوین سند پالیسی پروگرام ماستری شریعت و قانون پوهنځی شرعیات پوهنتون کابل

                

  ֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍֍

د نوموړي د خینو علمی او څیړنیزو آثار فهرست کوم چې په ملي او بین المللي معتبرو ژورنالونو کې په پښتو، دري او عربي ژبو خپاره شوي دي:

1- اعظم مصادر الفلسفة فی الملة الاسلامیة یونانی: العدد الثالث.السنة الثانیة. عام 1989 م.  مجلة  الجامعة الاسلامیة بکابل.

2- اهم تفاسیر القران الکریم المتداولة فی افغانستان: العدد الخامس. السنة الثالثة. عام 1990 م. مجلة الجامعة الاسلامیة بکابل.

3- ماهی العقیدة؟: العدد الثانی. السنة الاولی. عام 1990 م. مجلة الجامعة الاسلامیة بکابل.

4- اجتهاد و تقلید در علم کلام اسلامی: مجله علمی پوهنتون کابل. شماره دوم و سوم. سال 1384 هـش.

5- عدل خداوندی: مجله علمی پوهنتون کابل. شماره اول. سال 1384 هـش.

6- بحث مقائسوی پیرامون شخصیت حقوقی و تاریخی زن: مجله علمی پوهنتون بلخ. شماره چهارم. سال 1384هـش  

7- د ښکلا سره د انشتین د نسبیت د تیوری اړیکه: مجله علمی هنرهای زیبای پوهنتون کابل.

 8- تجربه های من در زمینه های آزمون و آموزش:  قسمت اول در شماره 9  و 10. سال 1361هـش. مجله عرفان ارگان نشراتی وزارت معارف.   

9- تجربه های من در زمینه های آزمون و آموزش: قسمت دوم. شماره 11 و 12. سال 1361 هـش. مجله عرفان ارگان نشراتی وزارت معارف.

10- حالات سقوط مجازات در فقه اسلامی: شماره 6 سال 1369 هـش. مجله پیام حق.

11- دفاع مشروع در شریعت و قانون: شماره 3. سال 1369 هـش. مجله پیام حق.

12- حضرت محمد صلی الله علیه و سلم از میلاد تا ازدواج:  شماره 4. سال 1369 هـش. مجله پیام حق.

13- مقام حقوقی زن در شریعت اسلامی:  شماره 12. سال 1369 هـش. مجله قضا ارگان نشراتی ستره محکمه.

14- تیوری مسئولیت مدنی در فقه و قوانین وضعی:  شماره 2. سال 1370 هـش. مجله قضاء.

15- پیرامون روزه ماه مبارک رمضان: شماره فوق العاده سال 1362 هـش. مجله پیام حق.

16- میلاد و گوشه هایی از زندگی حضرت محمد صلی الله علیه و سلم: شماره فوق العاده سال 1362 هـش. مجله پیام حق.

17- نظام مالی در صدر اسلام: شماره 2 سال 1370 هـش. مجله پیام حق.

18- مسئولیت در طبابت و مسابقات سپورتی از نظر شریعت و قانون: شماره 1 سال 1370 هـش. مجله پیام حق.

19- ملکیت زمین در فقه اسلامی: شماره 2. سال 1374 هـش. مجله پیام حق.

20- جزاهای مالی در شریعت و قانون و مقارنه آنها با جزای حبس: شماره 2 سال 1369 هـش. مجله

پیام حق.

21- بحثی پیرامون حق مؤلف: شماره 3. سال 1370 هـش. مجله حقوق و زندگی. ارگان نشراتی اتحادیه حقوقدانان افغانستان.

22- انسان، ژوند او ځان پېژندنه: شماره 9. سال 1362 هـش22- مجله عرفان ارگان نشراتی وزارت معارف.

23- نظر شریعت در مورد قیودی که بر حق ملکیت وارد می شود: شماره 11 و 12. مجله قضاء.

24- عدل خداوندی: مجله علمی پوهنتون کابل.  شماره اول.  1384 ش .

25- اجتهاد و تقلید در علم کلام اسلامی: مجله علمی پوهنتون کابل. شماره دوم و سوم. 1384 هـش.

26- بحث مقایسوی پیرامون شخصیت حقوقی و تاریخی زن. مجله علمی پوهنتون بلخ. شماره  چهارم. 1384هـش.

27- رعایت اصول جنگ و اسیر گیری در شریعت اسلامی. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره  سوم. 1385 هـش.

28- میتود های مختلف تدریس علوم اسلامی در افغانستان. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره  چهارم. 1385 هـش.

29- تعلیم و تربیه از دیدگاه شریعت اسلامی. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره دوم. 1386 هـش.

30- جبر و اختیار به مثابه دو مشکل در مسأله قدر و قضاء. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره  سوم. 1386 هـش.

31- تصوف و چگونگی آن در افغانستان. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره چهارم 1386 هـش.

32-  نقد منطق ارسطو. مجله علمی پوهنتون کابل. شماره اول. 1387 هـش.

33- بررسی وضع دینی افغانستان قبل از اسلام. مجله علمی پوهنځی شرعیات پوهنتون کابل. 1390 هـش.

34- د نويو پېړيو د فلاسفه وو او منطقيانو په واسطه د صوري منطق نقد او د نقد کره کتنه. مجله علمی پوهنتون کابل. 1393 هـش.

35- بررسی نقد منطق صوری توسط فلاسفه و منطقیان قرون جدید. مجله علمی پوهنتون کابل. 1396 هـش.

36- کیفیة تطبیق میراث المرأة فی جمهوریة أفغانستان الاسلامیة. طبع شده در هند International Journal of Applied Research. 1398 هـش.

37- بررسی نقد منطق صوری توسط فلاسفه و منطقیان قرون جدید. مجله آرین. مؤسسۀ تحصیلات عالی آریانا، شماره 5 و 6  بهار 1398 هـش.

37- تمدن اسلامي و تاثیر آن بر رنسانس اروپا. مجله علمی پوهنتون کابل. 1398 هـش.

38- نقش کلیات پنجگانه در شکل گیری تعریف و تقسیم منطقی. مجله آرین. مؤسسه تحصیلات عالی آریانا. شماره 7. تابستان 1398 هـش.

39- تاثیر ظهور دین مقدس اسلام در زندگی و مکانت زن. مجله آرین. مؤسسه تحصیلات عالی آریانا. شماره  8 و 9. بهار 1399 هـش.

41- میراث المرأة فی بعض الأمم السالفة و الشریعة الاسلامیة. طبع شده در هند International Journal of Applied Research. 1399 هـش.                                                                                                   

او ځینې نور داسې آثار  ... .

  

 

Twitter Delicious Facebook Digg Stumbleupon Favorites More