د ذاتي او عرضي کلي ونډه په منطقي پیژنده او ویش کې
پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي[1]
تقریظ ورکوونکی:
لنډیز:
علمي پیژندنه د پخوانیو او نوو ملتونو او قومونو
د بې شمېره انسانانو د تحقیقاتو، تجاربو او زحمتونو نتیجه ده په داسې حال کې چې
سطحي پېژندنه انفرادي ده او شخصي او جزئي جنبه لري. علمي روح د لاندې خصوصیاتو
لرونکې ده:
علمي روح د حقیقت ملګرې ده او همیشه په حقیقت
پیژندنې پسې وي او د غرض د شبهې څخه پرته له هغې څخه دفاع کوي. د فکري تقوا لرونکې ده او
هیڅ موضوع له آزاد او بې طرف تحقیق څخه پرته نه قبلوي. د علمي تجربو په نتایجو
باور لري.
نو باید لومړی د حقایقو او اشیاوو د منطقي پیژندنې لارې
و میندو او دا چې څه رنګه کولای شو یو مجهول وپیژنو او د هغې لپاره د ذاتي او عرضي کلي په مټ یو سم
منطقي تعریف وکړی شو او وروسته بیا د نړی د اشیاوو تر منځ د اړیکو د شتون پیژندلو
ته هڅه وکړو.
د څیړنې مفاهیم: ذاتي کلیات، عرضي، حد، شمول، تضمن، منطقي تعریف، منطقي تقسیم.
ارجاع: ابراهیمی، محمد
ابراهیم. (1398 هـ ش). د ذاتي او عرضي کلي ونډه په منطقي پیژنده او ویش کې. د کابل پوهنتون علمي مجله.
سریزه:
مونږ هره ورځ ډیر موجودات په خپل چاپېریال کې وینو او احساسوو لکه قلم،
کتاب، میز، احمد، کابل او نور. دا مفاهیم په داسې ډول دي چې هر یو یې په خپل فرد
تطبیق شوی او په بل فرد صدق نه کوي، دې ډول مفاهیمو ته «جزئي» وايي خو که مونږ ګڼ
جزئیات مشاهده او احساس کړو چې په یوه صفت او یا څوصفتونو کې یو له بل سره شریک وي
او وروسته یو عمومي مفهوم له دغو جزئیاتو څخه انتزاع کړو نو دغه عمومی مفهوم د
«کلي» په نوم یادوو، اوس کولای شو چې کلي او جزئي داسې تعریف کړو:
کلي هغه ذهنې
صورت دی چې د ذات په اعتبار د شرکت له قبولیت څخه امتناع و نه لري او په ډېرو
شیانو باندې صادق وي او یا لکه چې وایي: «المفهوم الذی لایمتنعُ صدقُه علی اکثر من
واحد» لکه قلم، کتاب، میز، انسان او نور.
جزئــي له هغه ذهني صورت څخه عبارت دی چې د ذات په اعتبار له
یو فرد څخه پر ډیرو د شرکت قابل او صادق نه وي او یا دا تعریف «المفهومُ الذی
یَمتنعُ صدقُه علی اکثرَ من واحد» لکه دا کور، محمود، هرات او نور (عفیفی، 1944، 10).
موږ په دغه مقاله کې غواړو تر څو د پنځه ګونو کلیاتو
ونډه د منطقي تعریف او تقسیم په جوړښت کې وڅیړو.
په دغه مقاله کې داسې یوه څیړنه تر سره شوې چې تر اوسه د
موږ په ملي ژبو کې نه ده تر سره شوې.
دغه څیړنه یوه کتابتوني څیړنه ده او کوم میداني کار یا
کومې پوښتنپاڼې پکې ندي کارول شوې.
ФФФФФФ
مخکې له دې نه چې د پینځه ګونو کلیاتو په اړه
خپل بحث شروع کړو لازمه ده چې د حد، تضمن او شمول په مورد کې لنډه څیړنه ولرو:
حد:
د منطق علم د تفکر او استدلال علم دی، د دې علم څخه
پرته انسان د جهالت په نړی کې ډوب او نشي کولای علومو او فنونو ته لاره پیدا کړي،
مصري استاد ډاکټر شامي په خپل «دراسات فی علم المنطق» نومي کتاب کې د منطق په هکله څومره ښه لیکلي دي: «و ذلک کعلم السباحة مثلا فانها تستند علی أسس علمیة هی وسیلة
لانقاذ الانسان من الغرق، فاذا خالف سباح هذه الأسس فلا عبرة بسباحته و اذا نجا من الغرق فذلک بمحض الصدفة و الواقع» (الشامی، 1960، 13). د منطق علم معمولاً خپل بحثونه د الفاظو او حدونو څخه
شروع، د منطقي قضایاوو په شرح لګیا او د یوه منطقي قیاس او استدلال د تألیف زمینه
برابره وي، دا چې وایو: (هوا تیاره ده) یوه منطقي قضیه او حکم دی، د (هوا) کلمه په
پورته قضیه کې یو منطقي (حد) دی، باید په یاد ولرو چې د منطقي حد او صرفي کلمې
ترمنځ فرق وجود لري، د مثال په ډول: ښایسته کور، زحمتکش محصل، د یوه مثلث د زاویو
مجموعه، هر یوه ته منطقي حد ویل کیږي ځکه چې د هغوی هر یو په کلي توګه یو فکر ښیي
په داسې حال کې چې د صرف او نحوې په علم کې دغو ترکیبونو ته (کلمه) نه ویل کېږي.
تضمن او شمول:
(حدونه) یو له بل سره ډول ډول روابط لري، کله چې یو حد
تصور کړو نو بل حد یا حدود هم زمونږ په ذهن کې ګرځي چې له لومړني حد سره په ارتباط
کې دي، د مثال په ډول که د (انسان) حد په نظر کې ونیسو مرتبط حدود یې هم زمونږ په
ذهن کې ګرځي: جسم، سا کښ، حیوان، ښځې، سړي، زاړه او نور. د انسان د حد څخه پاس او
ترې لاندې نور ډیر حدود وجود لري، هغه حدود چې د انسان له پاسه دي داسې اوصاف لري
چې د انسان د حد په ضمن کې شته دي نو په دې وجه د (انسان) د حد «تضمن» تشکیلوي او
هغه حدود چې د انسان له حد څخه لاندې قرار لري د انسان حد پکې شامل دی او پر هغه
صدق کوي په دې اساس یاد شوي حدود د (انسان) د حد د «شمول» په نامه یادوي او یا دا
چې تضمن د یوه حد په کیفیت دلالت کوي په داسې حال کې چې شمول د هغه په کمیت صادق
دی (الشنقیطی، ب. ت، 29-30).
هر څومره چې د یوه حد تضمن ډیر شي شمول یې تناقص قبلوي د
مثال په ډول که د انسان له حده د حیوان حد ته پورته لاړ شو د هغه له اوصافو او
تضمن څخه یو صفت کمیږي خو په مقابل کې یې افراد زیاتېږي، خو که د انسان له حد څخه
ښکته لاړ شو او د (افغانستاني) حد په نظر کې ونیسو د انسان د حد تضمن زیاتیږي او
برعکس شامل افراد یې کمیږي، نو په لنډه توګه ویلی شو (د یوه حد شمول د هغه له تضمن
سره معکوساً متناسب دی) (مجددی، 1346ش، 36-41).
منطقي حدود چې د تضمن او شمول مختلف مراتب لري
په لاندې توګه د یوه چارټ په ترڅ کې ور ته نمایش ورکوو:
جوهر
مجرد غیر مجرد
عقل نفس هیولی جسم
مطلق صورت
ذیحیات (جسم نامی) غیرذیحیات (غیرنامی)
حیوان نبات
غیر فقاریه فقاریه
زواحف(خزندهگان)، ضفادع(بقهها)، اسماک(ماهیها)، طیور(پرندهها)، ذوات
الثدی(پستانداران)
انسان غیر
انسان
استرالیایی افریقایی
آسیایی اروپایی امریکایی
جاپانی
هندوستانی افغانستانی عراقی
و سایرین
کابلی
بلخی هراتی و سایرین
مولانا
جلال الدین ابوعلی سینا رابعه
پینځه ګوني کلیات:
په صوري منطق کې کلي د دریو لحاظو پر بنا تقسیم کیږي چې
کلي د دریم لحاظه یعنې د کلي د معنی خروج د افرادو له ذات څخه او د هغې د عدم خروج
له حیثه په دوه ډوله دی ذاتي او عرضي. کلي ذاتي په درې ډوله دی: جنس، نوع او فصل.
کلي عرضي دوو ډولو: عرض خاص او عرض عام ته ویشل کېږي چې عرض یا مفارق او یا لازم
دی چې وروستني تقسیمات هم لري او په صوري منطق کې په تفصیل سره بیان شوي دي. د
منطق په علم کې د ذاتي او عرضي دا اقسام (جنس، نوع، فصل، عرض خاص او عرض عام) د
پینځه ګونو کلیاتو په نامه یادوي. فورفوریوس صوري چې په (۳۰۴) میلادي کال کې وفات
شوی یو کتاب د (ایساغوجي) تر عنوان لاندې چې په یوناني ژبه کې د مدخل یا سریزې په
معنی دی تألیف کړی چې په هغه کې یې پینځه ګوني کلیات تر بحث لاندې نیولي. ارسطو د
پینځه ګونو کلیاتو په نامه څه شي ته عنوان نه دی ورکړی بلکې حد (تعریف)، جنس، فصل،
عرض خاص او عرض عام یې د محمولاتو تر عنوان لاندې ذکر کړي دي، فورفوریوس صوري
محمولات د کلي الفاظو له جملې څخه ګڼلي او حد (تعریفات) یې هم د پینځه ګونو کلیاتو
څخه بهر کړي او د هغه په ځای یې نوع ځای پر ځای کړې ده.
1. جنس:
هغه ذاتي کلي دی چې د مختلفه انواعو د حقیقت او ذات د پوښتنې په ځواب کې
راوړل کیږي او یا دا تعریف: (الجنس هو تمام الحقیقة المشترکة بین الجزئیاتِ
المتکثرة بالحقیقة فقط فی جواب ما هو) د سلم العلوم لیکوال جنس دا رنګه تعریف کړی:
(الجنس هو کلی مقول علی کثیرین مختلفین بالحقائق فی جواب ماهو) کله چې پوښتنه وشي
چې انسان، کب او باز څه شی دي؟ په ځواب کې ویل کیږي حیوان دي – حیوان د دغو ټولو
ماهیت بیانوي. جنس د قرب او بعد له مخې دوه ډوله لري: قریب او بعید. ۱. جنس قریب: هغه دی چې مستقیماً انواعو ته تقسیم شي
لکه حیوان. ۲. جنس بعید: هغه دی چې انواعو ته نه تقسیمیږي بلکې
وړو جنسونو ته تقسیمیږي لکه جسم چې لومړی حیوان، نبات او جماد ته تقسیمیږي او
وروسته د هغوی هر یو خپلو مربوطه انواعو ته تقسیمیږي، په هره سلسله کې متعدد بعید
اجناس وجود لري خو جنس قریب صرف یو وي. او
په بل تقسیم کې جنس د دری قسمونو لرونکی دی: عالي، متوسط او سافل، په مخکې چارت کې
جوهر جنس عالي یا جنس الاجناس دی: او د مفروضه سلسلې په سر کې واقع دی، حیوان چې د
اجناسو تر ټولو لاندې مرتبه کې قرار لري د جنس سافل په نامه یادیږي او هغه جنس چې
د دې دوو جنسونو په منځ کې یې قرار نیولی دی جنس متوسط دی لکه جسم نامي.
2. نوع:
نوع هغه کلي دی چې د متفق الحقیقة افرادو ماهیت بیانوي او یا دا چې ویلي یې
دي: (النوع هو تمامُ الحقیقة المشترکة بین الجزئیاتِ المتکثرةِ بالعدد فقط فی جواب
ما هو) لکه چې د احمد، محمود او بکر له حقیقت څخه پوښتنه وشي او په ځواب کې
وویل شي انسانان دي چې په دې مثال کې انسان د خپلو افرادو نوع ده. نوع په مفروضه
سلسله کې د مرتبې له حیثه په درې ډوله ده: عالي، متوسط، سافل. هغه نوع چې تر ټولو
انواعو عامه وي د نوع عالي په نامه یادیږي لکه جسم، جسم مطلق او هغه نوع چې تر
ټولو خاصه وي د نوع سافل په نامه یادیږي لکه انسان او هغه نوع چې د دغو دوو تر منځ
قرار ولري د نوع متوسط په نامه یادیږي لکه حیوان او جسم نامي. پورتني دری ګوني
اقسام د نوع اضافي دي. نوع اضافي له هغه کلي څخه عبارت ده چې د موضوع پر ټولو
ذاتیاتو مشتمله وي او تر جنس لاندې واقع شوې وي لکه انسان، حیوان، جسم نامي، جسم
مطلق چې هر یوه تر پورته جنس لاندې قرار نیولی او د هغوی په نسبت ورته نوع اضافي
ویل کیږي، د نوع اضافي په مقابل کې نوع حقیقي قرار لري چې مخکې یې دوه تعریفه
وشول. انسان هم نوع حقیقي او هم نوع اضافي دی. حیوان، جسم نامي او جسم مطلق یوازې
انواع اضافي دي نه حقیقي او په هغې کې دقت په کار دی (مظفر، 1373ش، 120-122).
3. فصل:
هر ذاتي کلي چې یو ماهیت د هغه له انواعو څخه چې
په جنس کې د هغه له ماهیت سره شرکت لري بیل کړي د فصل په نامه یادیږي. فصل په
حقیقت کې د شي د ماهیت جزء دی خو هغه جزء یي چې په هماغه
ماهیت پورې اختصاص لري لکه (ناطق) چې د انسان نوع د حیوان له نورو انواعو څخه جلا
کوي او یا حساس چې د حیوان جنس له نبات او جماد څخه جلا کوي. فصل دوه ډولونه لري:
قریب او بعید. فصل قریب: نوع له خپلو مشارکاتو څخه په جنس قریب کې جلا کوي لکه
ناطق د انسان لپاره، او فصل بعید: نوع په جنس بعید کې له نورو انواعو څخه چې په
هغه جنس کې له هغوی سره شریکې دي جلا کوي.
4. خاصه يا عرض خاص:
خاصه هغه عرضي کلي دی چې د موضوع له ذاتیاتو څخه بهر وي او د یوه حقیقت پر
افرادو عارض او طاري کیږي لکه خندان، شاعر، مجتهد او خبرې کوونکی د انسان لپاره چې
خندان خاصه شامله او درې نور مثالونه د خاصه غیر شامله مربوط دي. یوه بله نوع،
خاصه هم وجود لري چې د طبیعي علومو د موضوعاتو په مربوطه تعریفاتو کې ډیر د
استعمال موارد لري او د (خاصه مرکبه) په نامه یادیږي، د دې خاصي په تعریف کې یې
ویلي دي: څو وصفه چې ځانته ځانته هیڅ اختصاص د تعریف د مورد په شي پورې نه لري خو
که یو ځای په نظر کې ونیول شي صرف د تعریف د مورد په شي کې پیدا کیږي او بس، لکه
دا چې د اکسیجن په تعریف کې وویل شي: (یو بخار دی خرمایي رنګه او د تنفس قابل) د
اکسیجن دا درې صفته په جلا توګه د اکسیجن مخصوص نه دي خو که په مجموعي توګه په
اکسیجن کې په نظر کې ونیول شي اکسیجن به یې یوازینی مصداق وي، یا دا چې د خفاش
(ماښام ښاپیرکي) په تعریف کې یې ویلي دي: (زیږوونکی الوتونکی دی) د دې دوو صفتونو
هیڅ یو هم د خفاش مخصوص صفت نه دی خو که په یو ځایي توګه د هغه په مورد کې په نظر
کې ونیول شي خفاش به یې یوازینی مصداق وي (مددی، 1366ش، 58).
5.
عرض عام:
هغه عرضي کلي دی چې د مختلفو حقائقو پر افرادو طاري او
عارض کیږي او همدارنګه یې د هغه په تعریف کې ویلي دي: (العرض العام الکلی الخارجُ
المحمولُ علی موضوعِه و غیره) لکه «تلونکی» د انسان لپاره او الوتونکی د کوترې
لپاره. د یادونې وړ ده چې په ځینې مواردو کې یو شی د یوې موضوع په نسبت خاصه او د
بلې موضوع په نسبت عرض عام وي لکه (تلونکی) د حیوان خاصه او د انسان عرض عام دی او
هم کیدلی شي چې یو شی د یوې موضوع عرضي او د بلې موضوع ذاتي وي لکه (رنګین) چې د
جسم خاصه ده او د سپین، تور او د دې په شان د نورو لپاره ذاتي بلل کیږي، په منطقي
کلیاتو او د هغې جملې څخه په خاصه او عام عرض کې د معناګانو د تغایر موضوع د
څلوګونو نسبتونو او د هغوی له منطقي قضایاوو سره د رابطې بحث ته هم زمینه مساعدوي (بلیاوی، ب. ت، 55). لکه چې ملا حسن د سلم
العلوم په شرحه کې د عموم من وجه مرجع دوې سالبې جزئیې دائمې او یوه موجبه جزئیه قضیه او د عموم مطلق مرجع یې یوه موجبه کلیه مطلقه عامه
او سالبه جزئیه دائمه قضیه بللې ده (ملا حسن، ب.ت، 106).
تعريف:
انسانانو د تاریخ په
اوږدو کې له بانډيوال څخه نیولي تر ښاري پورې د عالم، خپل ځان او هستۍ په
اړه سوچ کړی او هر یوه د خپل فکري توان او په لاس کې د موجودو وسایلو پر بنا له
حقایقو څخه یو تعبیر کړی دی خو هغه څه چې یو عامي او بدوي فرد یې د اشیاوو له
حقیقت څخه پېژني ډېر توپیر لري له هغه شي سره چې یو عالم او پوه فرد يې د اشیاوو د
حقیقت په نسبت لري. څرنګه چې عامي او بدوي کسان تل د عالم د حقایقو په اړه په
قضاوت کې په خطا کې واقع کېږي، عالم او پوه کسان هم ځینې وختونه تېروتنه کوي، د دې
لپاره چې انساني عقل او حسي تجربه له خطا او تېروتنې څخه په امان کې وي لازمه ده
چې انسان د تفکر په ټولو انواعو او علمي روشونو باندې پوه شي او د هغې تر څنګ د
اشیاوو سم تعریف هم وکړی شي، هر څوک د تفکر په جریان کې د اشتباه مرتکب کېږي خو ښه
او موفق پوه هغه دی چې دا اشتباه ګانې اوتېروتنې د هغې اقل حد ته تقلیل کړي (عبد الفتاح و حسن الغزالی، 1981، 14).
د هر علم تعریف یو له ډیرو ضروري
عملیو څخه دی هر کله چې وغواړو یوه علم ته لاس رسی پیدا کړو له هر څه نه لومړی
ضرورت لرو چې د هغه علم د مربوطه کلماتو پر مفاهیمو او د اشیاوو پر ماهیاتو باندې
پوه شو، نو تعریف د یوه شي د ماهیت له بیانولو څخه عبارت دی، او د یوې کلمې د
مفهوم تضمن او شمول هم مخکې توضیح شول. لکه مخکې مو چې ووېیل تضمن د هغو اوصافو له
مجموعې څخه عبارت دی چې یو شی هغه ولري او سم تعریف د یوه شي د تضمن پلټنه ده:
تعریف کولای شي چې مختلف ډولونه ولري لکه د لفظ له لغوي معنا څخه اجمالي تصور، د
لفظ د معنا ماهیت، د شي تحقق او عدم تحقق او نور، خو هغه شی چې په منطق کې د بحث
وړ ګرځي د شیانو د ماهیتونو حقیقي تعریف دی نه لغوي تعریف او نور، د یوه شي د
ماهیت په حقیقي تعریف سره نه یوازې هغه مطلوب شی ډیر ښه پیژنو بلکې د شي د ماهیت
دا فهم د تعریف په واسطه نورو ته هم په آسانۍ سره منتقل کولای شو، د اشیاوو او مفاهیمو یو ښه او سم منطقي تعریف یوازې د منطقي کلیاتو د یوه
ښه ترتیب په پایله کې منځ ته راتللی شي او بس (مجددی، 1346ش، 42-45).
د حقيقي تعريف
اقسام:
د منطق په علم کې
یې حقیقي تعریف په څلورو ډولونو ویشلی دی:
1.
حد تام: هر کله چې د یوه شي تعریف د جنس قریب او فصل قریب په
واسطه وشي دې تعریف ته حد تام ویل کیږي. جنس قریب او فصل قریب د معرَّف ټول ذاتیات
بیانوي او د تعریف د څلورو قسمونو په منځ کې پورتني تعریف ته تر ټولو کامل ویل
کیږي، دا تعریف د معرَّف سره مساوي وي او (معرَّف او معرِّف) دواړه د دوو مترادفو
لفظونو په شان دي. د دې تعریف دلالت په معرَّف باندې مطابقي دلالت دی لکه دا چې د
انسان په تعریف کې وویل شي (حیوان ناطق) یا (جسم نامي حساس متحرک بالارادة و ناطق)
لومړنی تعریف لنډ او ښه دی او دویم تعریف د هغه کسانو لپاره دی چې د حیوان مفهوم
نه پیژني، د هغې نه غیر بیځایه ډیر ګړیده دي. په
پورتنیو دواړو تعریفونو کې لیدل کیږي چې د هغوی په جوړوونکو اجزاوو کې یوازې منطقي
کلیات شتون لري او همدارنګه د پنځه ګونو منطقي کلیاتو ونډه د تعریف په لاندې دری
ګونو اقسامو کې هم په وضاحت سره تر سترګو کیږي.
2. حد ناقص: هر کله چې د یوه شي تعریف یوازې د فصل قریب او یا د فصل
قریب او جنس بعید په واسطه وکړی شي دې تعریف ته حد ناقص ویل کیږي څرنګه چې دا
تعریف د معرَّف ټول ذاتیات نه بیانوي له دې وجهې نه د ناقص په نامه یادیږي، په دې
تعریف کې د حد ناقص مفهوم له معرَّف سره مساوي نه وي او دلالت یې هم په معرَّف
باندې مطابقي دلالت نه دی بلکې التزامي دی، دا تعریف معرَّف ته له ټولو شیانو څخه
صرف ذاتي تمییز ورکوي نه دا چې د معرَّف ټول حقیقت بیان کړي د مثال په توګه که د
انسان په تعریف کې وویل شي: (جسم نامي ناطق) چې په جنس بعید (جنس نامي) او فصل
قریب (ناطق) سره شوی دی، ځکه چې د حیوان فصل (حساس متحرک بالارادة) په هغې کې نه
دی ذکر شوی بناءً د انسان مفهوم ته په کامله توګه وضاحت نه ورکوي. کله تعریف په حد
ناقص بسیط سره کیږي چې هغه هم تام او کامل نه دی لکه د انسان تعریف په (...ناطق)
سره.
3.
رسم تام: هر کله چې د یوه شي تعریف د جنس او خاصې په
واسطه وشي دې تعریف ته رسم تام ویل کیږي، څرنګه چې دا تعریف هم ذاتي او هم عرضي ته
شامل دی نو په دې وجه د (تام) په نامه یادیږي لکه د انسان تعریف په (خندان حیوان)
سره.
2.
4. رسم ناقص: هر کله چې د یوه شي تعریف صرف د خاصې په واسطه وشي دې تعریف ته رسم ناقص
ویل کیږي، له هغه ځایه چې دا تعریف یوازې عرضي ته شامل دی د (ناقص) په نامه یاد
شوی دی، تعریف بالرسم که تام وي او یا ناقص مطلوب شی په سمه توګه نه معرفي کوي
بلکې معرَّف صرف له نورو امورو څخه جلا کوي هغه هم په عرضي شکل نه په ذاتي شکل
سره، په دې تعریف کې د معرِّف دلالت په معرَّف باندې التزامي دلالت دی لکه (خندان) د انسان په تعریف کې (مظفر، 1373ش،
164-167).
پورته څلور ګوني تعریفات د هغه ترتیب په ترڅ کې چې بیان شول اهمیت لري خو
منطقیان په دې امر هم تأکید لري چې د اشیاوو له فصلونو سره آشنایي سخت کار دی او
اکثره فصلونه چې ذکر کیږي د شي له ذات څخه خارج خصوصیات بیانوي، په دې بنا که په
تعریفاتو کې له خاصې څخه کار واخستل شي ښه کار دی خصوصاً هغه خاصه چې لازم بین د
اخص په معنی وي په دې خاطر چې دا خاصه د مطلوب شي حقیقت په ښه توګه بیان کولۍ شي.
په پورته
څلورګونو تعریفاتو سربیره نور تعریفات هم وجود لري چې لاندې ورته اشاره کیږي.
د تشبیه په واسطه
تعریف:
هر کله چې معرَّف شی د یوه بل شي سره چې له هغه
سره مشابهت لري تشبیه او تعریف شي داسې تعریف ته تعریف په تشبیه سره وایي او په
هغه صورت کې سم دی چې مخاطب په مشبه به باندې د مشابهت له وجهې څخه مطلع وي لکه د
وجود تشبیه له نور سره چې په هغې کې د ذهني صورت تشبیه له یوه محسوس صورت سره ده
او ذهن ته د هغې د ډیر تعرف سبب کیږي.
د مثالونو په
واسطه تعریف:
هر کله که مطلوب شی د مثال یا مثالونو په راوړلو
سره تعریف کړو په حقیقت کې مو د مثالونو په واسطه تعریف سر ته رسولی دی، په دې
طریقه کې اکثراً د استقراء او پلټنې روش کارول شوی چې د تعریف وړاندې کوونکی
ابتداء ګڼ مثالونه د شي د تعریف لپاره ذکر کوي او وروسته په آسانې سره هغه شی
تعریفوي، دا تعریف په حقیقت کې په رسم ناقص سره تعریف دی او د یوه شي مثال په واقع
کې د هغې د خاصې نه غیر بل شی نه دی.
د تعريف شرايط:
د لاندې شرطونو موجودیت د یوه ښه او منطقي تعریف لپاره حتمي دی:
1. تعریف باید جامع او مانع وي یعنې د مصداق له
لحاظه د تعریف د مورد له شي سره برابر راشي او یا په بل عبارت تعریف د عکس او طرد
درلودونکی وي یعنې د معرَّف ټولو افرادو ته انعکاس ورکړي او هم د پردو ماهیاتو ټول
افراد طرد او دفع کړي د مثال په ډول په اعم سره تعریف له اغیارُو څخه مانع نه دی
لکه د انسان تعریف په هغه حیوان سره چې په دوو پښو په لاره ځي. او تعریف په اخص
سره د افرادو لپاره جامع نه وي لکه د انسان تعریف په هغه حیوان سره چې د علم طلب
کوي، تعریف په مباین سره هم سم نه دی ځکه د دوو مباینو حمل یو پر بل نه شي کیدلی.
2. معرِّف باید د معرَّف څخه ډیر روښانه او ډیر
واضح وي نه مساوي او یا کم له هغه څخه لکه چې د فرد په تعریف کې وویل شي (هغه عدد
دی چې د زوج له عدد څخه یو واحد کم دی) فرد او زوج د وضوح او خفا له لحاظه یو له
بل سره برابر دي، او یا دا چې د نور په تعریف کې وویل شي (یوه نیرو ده مشابه له
وجود سره) چې د وجود مفهوم د نور له مفهوم څخه ډیر خفي دی.
3. معرِّف باید عین معرَّف نه وي لکه تعریف د انسان
په بشر سره د یوه حقیقي تعریف په عنوان نه د لفظي تعریف په حیث.
4. د معرِّف پیژندنه د معرَّف له پیژندنې سره مربوط
نه وي په دې معنا چې د تعریف څخه پیژندنه صرف په هغه صورت کې ممکن وي چې د تعریف د
مورد د شي پیژندنه حاصله شي او دا په غیر د دور او مصادره علی المطلوب څخه بل شی
نه دی لکه د لمر تعریف په دې سره: (هغه ستوری دی چې د ورځې راخیژي) او ورځ خپله
صرف د لمر پواسطه تعریفیږي.
تقسیم:
هر کله چې یو کلي په ذهن کې د هغه په مربوطه
جزئیاتو سره صنف بندي شي دا عملیه د منطقي تقسیم په نامه یادوي لکه تقسیم د حیوان
د هغه په مربوطه انواعو لکه انسان، الوتونکی، خزنده او نورو باندې، او که حیوان
سر، تنې، لاس او پښو ته تقسیم کړو دې جدا کولو ته منطقي تقسیم نه بلکې طبیعي تقسیم
وایي چې یو کل په هغه کې د هغې د مادې په اجزاوو تقسیمیږي.
که په تعریف کې د اوصافو بیانول او د یوه شي تضمن مطرح دی نو په تقسیم کې د
یوه کلي حد، ذهني جلا کول د هغه په شمول او مربوطه افرادو کې مطرح دي، د یوه شي
تقسیم د هغه په مربوطه افرادو دومره مهم دی لکه چې د یوه شي تعریف او پیژندنه مهمه
ده، دا چې په تعریف کې مهمه نه ده چې د یوه شي ټول اوصاف ذکر شي په همدې شکل په
تقسیم کې هم لازمه نه ده چې د یوه شي ټول افراد وشمیرو بلکې دا سمه ده چې د یوه شي ټولې شعبې او اقسام بیان شي، که
جسم مطلق په ساه لرونکي او غیر ساه لرونکي سره تقسیم کړو، پدې مثال کې جسم مطلق «مقسم» دی، ساه
لرونکی د جسم مطلق په نسبت «قِسم» او دغیر ساه
لرونکي په نسبت ورته (قسیم) ویل کیږي او غیر ساه لرونکی هم عین نومونه ځانته نیسي (مجددي، 1346ش، 45-47).
هغه اصول چې د تقسیم په عملیه کې باید په نظر کې
ونیول شي یو یې د تقسیم جامع او مانع والی دی چې پکې د مَقسم هیڅ فرد بهر پاتې شوی
نه وي څرنګه چې باید هیڅ پردی فرد هم تقسیم ته داخل شوی نه وي، بل اصل دا دی چې
باید تقسیم په یوه جهت او لحاظ صورت نیولی وي مثلاً یو شی له څو جهتونو د تقسیم
قابل دی باید دقت وشي چې د هر تقسیم اقسام په خپل منځ کې خلط نه شي. درېیم اصل دا دی
چې د یوه شي اقسام د یو بل مباین وي او هم یو له بل سره تداخل ونه لري. او څلورم
اصل دا دی چې په تقسیم باندې خاصه ثمره مرتبه شي.
د تقسيم انواع:
تقسیم په مختلفو ډولونو کیږي:
1. د یوه کل تقسیم د هغې په اجزاوو لکه د اوبو
تقسیم د طبیعي تجزیې په واسطه په اکسیجن او هایدروجن دوو عنصرونو باندې چې دا
تقسیم د طبیعي په نامه یادوي.
2. منطقي تقسیم: په دې تقسیم کې یو کلي د هغې په
جزئیاتو سره تقسیمیږي لکه د مادې تقسیم په جماد، نبات او حیوان سره. د طبیعي او
منطقي تقسیم ترمنځ توپير په دې کې دی چې په منطقي تقسیم کې د جزئیاتو حمل پر مَقسم او
د مَقسم حمل پر جزئیاتو صورت نیسي مثلاً
ویل کیږي چې جماد ماده ده او یا ماده جماد دی، خو په طبیعي تقسیم کې د اجزاوو حمل صورت نه
نیسي مثلاً نه ویل کیږي چې دیوال خونه ده او یا خونه دیوال دی.
مناقشه او
پایلیزه:
علم د انساني
ټولنې او تاریخ محصول دی او هېڅ علم د یو ټاکلي فرد د کار په پایلې کې منځ ته نه
دی راغلی بلکې د ډېرو پېړیو په تیریدلو سره د متعددو ملکونو د بې شمیره افرادو د
زحمتونو د زغملو په اثر یې شکل نیولی دی. علم د خلقت د مختلفو اشیاوو د معرفت، د
اشیاوو په منځ کې د اړیکو پر شتون د پوهیدو او د اشیاوو د منطقي سم تعریف په پایله
کې منځ ته راغلی دی.
د څېړنې وړ علم
په یوې ساحې پورې اړوند د عمومي احکامو، قوانینو او د امورو د جزئیاتو له پلټنې
څخه وروسته لاسته راځي یعنې د هر علم موضوع کاملاً کلي ده خو جزئیات یې عمومي
قوانینو ته د لاس رسۍ په منظور استقراء او تحقیقوي.
د علومو عمومي احکام او قوانین څرنګه چې په ټولو ذهنونو کې د همآهنګۍ او
توافق باعث کېږي همدارنګه د یوه شخص د افکارو او سوچونو د همآهنګۍ او توافق باعث
هم ګرځي. عقل، تجربه او د اشیاوو سم منطقي تعریف د علم سرچینې جوړوي. د بشر د
ابتدایي ټولنو په منځ کې له قدیم الایام څخه عقل د علم او پوهې د یواځینۍ وسیلې په
توګه ګڼل شوی او د سمو او مستدلو منطقي پېژندګلویو لپاره یې زمینه مساعده کړې، لکه
چې انساني اولیه تجربو، منطقي پېژندګلویو او د بشر ډېرو بسیطو فنونو په علمي مختلفو
عرصو کې په مغلقو او سختو تجربیاتو کې د انسان د لاس رسي لپاره زمینه مساعده کړې
ده او انسان تل د خلقت د اشیاوو لپاره سم منطقي تعریف او پیژندنې ته اړتیا لري او باید په سمو لارو چارو یې هم پوه شي، په پای کې د اشیاوو د منطقي سم تعریف او تقسیم
لپاره د پنځه ګونو کلیاتو، تضمن او شمول سم انتخاب او ترتیب تر سره کړی شي.
مراجع:
1. بلیاوی، محمد ابراهیم.(ب. ت). ضیاء
النجوم فی توضیح سلم العلوم. ملتان: مکتبۀ امدادیه.
2. الشامی، محمد السید. (1960). دراسات فی علم المنطق. مصر.
3. الشنقیطی، فتحی محمد. (ب. ت). اسس المنطق و منهج البحث العلمی.
4. عبدالفتاح و حسن الغزالی. (1981). المنطق و مناهج البحث العلمی. جمهوریة
العربیة اللیبیة، امانة التعلیم.
5. عفیفی، ابوالعلا. (1944). المنطق التوجیهی. القاهرة: المکتبة
الامیریة.
6. مجددی، غلام حسن. (1346ش). مبادی منطق صوری و تطبیقی. کابل: وزارت
معارف.
7. مددی، عبدالمنان. (1366ش). منطق صوری. کابل: پوهنتون کابل.
8. مظفر، محمد رضا. (1373ش). منطق. ترجمه و اضافات. علی شیروانی. ج1.
قم: دار العلم.
9. ملاحسن. (ب. ت). شرح سلم العلوم. پشاور: مکتبۀ حقانیه.
0 comments:
Post a Comment