Friday, March 22, 2024

اسلامي روزنه او د هغه مهم بنسټونه

 

 

اسلامي روزنه او د هغه مهم بنسټونه

پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي

 د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد  

  لنډیز

د نیکې ښوونې او روزنې کار د هر مسلمان وګړي دنده ده، خو په ځانګړي او مسلکي ډول د خاصو افرادو په واسطه پر مخ بېول کیږي، څلور شیان دي، چې د ښې ښوونې او روزنې ستنې (پايې) جوړوي: د علم لرل، د فن او مهارت درلودل، د فطري استعداد لرل او د نیکو اخلاقو درلودل.

 روزنه د هغې عملیې څخه عبارت ده، چې د هغې په واسطه د یوه شخص په کړو وړو او سلوک کې بدلون رامنځته کیږي. یا  روزنه د هغه کوښښ څخه عبارت ده چې د یوه ملت د افرادو د میندو او پلرونو او مربیانو له خوا کیږي، تر څو د هغه په وسیله راتلونکی نسل د ژوند د خاصې طریقې سره سم چې نوموړی ملت عقیده ورباندې لري وده او پر مختک وکړي.

په اسلامي روزنه کې د انسان دواړه جسمي او روحي لوري په نظر کې نیول شوي او په هغه کې نړۍ او آخرت دواړه د پاملرنې وړ دي.

اسلامي روزنه په ځانګړو اصولو او بنسټونو باندې ولاړه او بنا شوې ده چې موږ یو شمیر دغه بنسټونه په دې مقاله کې تر څیړنې لاندې نیولي دي.

کلیدي اصطلاح ګانې: بنسټونه، روزنه، اسلامي روزنه، جسم، روح.

 

 مقدمه

د اسلام سپېڅلی دین تعلم او تعلیم ته په زیات اهمیت قائل دی، قرآن کریم د تعلم او څېړنې له لارې انسان د اللهY پېژندنې او د هغه تعالی په وجود باندې باور لرلو ته دعوت کوي، د قرآن کریم لومړني نازل شوي آیتونه د دې مطلب درلودونکي دي:

«ù&tø%$# ÉOó$$Î/ y7În/u Ï%©!$# t,n=y{ ÇÊÈ t,n=y{ z`»|¡SM}$# ô`ÏB @,n=tã ÇËÈ ù&tø%$# y7š/uur ãPtø.F{$# ÇÌÈ Ï%©!$# zO¯=tæ ÉOn=s)ø9$$Î/ ÇÍÈ zO¯=tæ z`»|¡SM}$# $tB óOs9 ÷Ls>÷ètƒ ÇÎÈ» (1: العلق، 1-5).

ژباړه: د خپل پروردګار په نوم یې ولوله چې پیدا یې کړ (۱) انسان یې له وینې څخه پیدا کړ (۲) ولوله او ستا پروردګار د (کریمانو) کریم ترین دی (۳) هغه ذات، چې د قلم په وسیله یې ورزده کړل (۴) هغه څه، چې انسان ور باندې نه پوهېده [په تدریج یې هغه ته] ور زده کړل (۵).

اللهY په بل ځای کې د علم او د هغه کسانو د اهمیت په باره کې چې د علم خاوندان دي داسې فرمايي:

«ö@è% ö@yd ÈqtGó¡o tûïÏ%©!$# tbqçHs>ôètƒ tûïÏ%©!$#ur Ÿw tbqßJn=ôètƒ 3 $yJ¯RÎ) ㍩.xtGtƒ (#qä9'ré& É=»t7ø9F{$# ÇÒÈ». ژباړه: ووایه آیا سره برابر دي هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي یوازې عالمان دي، چې پند منونکي دي.

د اسلام ستر پیغمبر د خیر او نېکۍ د ښوونکو په برخه کې څه ښه فرمایلي دي: «إن الله و ملائِكَتَه و أهل السموات والارض حتي النملة في جُحرها و حتي الحوتَ لَيُصلَون علي معلم الناسِ الخيرَ» (دا حدیث ابو أمامة الباهلیt روایت کړی او امام ترمذي هغه تخریج کړی دی).

ژباړه: په یقین سره اللهY د هغه تعالی ملائکې او د آسمانونو او ځمکې اوسېدونکي حتی مېږۍ په خپل غار کې او کب ټول د خلکو ښوونکو ته چې دوی ته د خیر او نیکۍ په چارو کې زده کړه ورکوي درود او دعا استوي.

په اسلامي روزنه کې جسمي غوښتنو ته جدي پاملرنه کیږي خو په هغه کچه نه، چې دی (انسان) د حیوانیت نړۍ ته راکش کړي، د نوموړي غوښتنو ته تر هغه حده ځانګړې پاملرنه کیږي چې د انساني شخصیت نور اړخونه زیانمن نه کړي، د ده عقلي غوښتنو ته هم مثبت ځواب ورکول کیږي او د اسلامي عقیدې سره سم د سالم تفکر مجال ورته میسر کیږي او دی د ټولو هغو لاملونو څخه ساتي چې هغه ته د زیان د رسیدو سبب ګرځي.

په اسلامي روزنه کې د انسان دواړه جسمي او روحي لوري په نظر کې نیول شوي او په هغه کې نړۍ او آخرت دواړه د پاملرنې وړ دي.

اسلامي روزنه په ځانګړو اصولو او بنسټونو باندې ولاړه او بنا شوې ده چې موږ یو شمیر دغه بنسټونه په دې مقاله کې تر څیړنې لاندې نیولي دي.

 ФФФФФФ

 

د ښوونې او روزنې څلور بنسټیز امور                                  

 د نیکې ښوونې او روزنې کار د هر مسلمان وګړي دنده ده، خو په ځانګړي او مسلکي ډول د خاصو افرادو په واسطه پر مخ بېول کیږي. څلور شیان دي، چې د ښې ښوونې او روزنې ستنې (پايې) جوړوي:

۱- د علم لرل: د علم د لرلو څخه موخه، د وجود د عالم د حقایقو په برخه کې د معلوماتو لرل دي چې د ښوونکي او مدرس په واسطه زده کوونکو ته وړاندې کیږي.

۲- د فن لرل: د فن د لرلو څخه موخه د هغو لارو او طریقو شتوالی دی، چې د هغو په وسیله ښوونکی زده کوونکوته معلومات او حقایق ور انتقالوي، که څه هم ‌ډېری وختونه ښوونکی د پراخې پوهې درلودونکی وي خو زده کوونکوته د انتقال د څرنګوالي طریقه او هنر ورسره نه وي یقیناً، چې په دې صورت کې د زده کړې کار په سمه توګه نه تر سره کیږي.

۳- د فطري استعداد لرل: د فطری استعداد څخه موخه د هغې توانايی او ملکې درلودل دي، چې اللهY د ځینو اشخاصو په خوی او فطرت کې اچولې او دوی د هغې ملکې په لرلو سره د ښې ښوونې او روزنې د رسالت په چارې کې وړ او بریالي اشخاص دي.

۴- د اخلاقو لرل: د ښو اخلاقو لرل د ملتونو د تمدن یوازینۍ ممیزه ده، ښوونکی باید، چې د نېکو اخلاقو فاقد نه وي په ځانګړي ډول د شرعي علومو ښوونکی، چې د دین احکام چې ټول اخلاقي ښېګڼې دي تدریسوي، د یوه ښوونکي لپاره اخلاق لکه د وجود لپاره د روح غوندې دي، هغه په حقیقت کې په خپلو ښو اخلاقو سره یو مؤمن، با اخلاقه او متمدن ملت جوړوي (8).

اسلامي روزنه

د روزنې لپاره بېلابېل تعریفونه شوي دي، چې ځینو ته یې لاندې اشاره کوو:

 روزنه د هغې عملیې څخه عبارت ده، چې د هغې په واسطه د یوه شخص په کړو وړو، او سلوک کې بدلون رامنځته کیږي او یا روزنه د هغه کوښښ څخه عبارت ده چې د یوه ملت د افرادو د میندو او پلرونو او مربیانو له خوا کیږي، تر څو د هغه په وسیله راتلونکی نسل د ژوند د خاصې طریقې سره سم چې نوموړی ملت عقیده ورباندې لري وده او پر مختک وکړي او یا د مرتضی مطهري په تعبیر چې اسلام په حقیقت کې د انسان روزنه «د هغه د استعدادونو د ودې او فعلیت ورکولو لپاره زمینه مساعد کول ګنلې، کوم استعدادونه چې الله پاک په بالقوه توګه سره د ده په خټه کې ایسي دي» (6).   

له دې تعریفونو څخه سړی په ښه ‌ډول پوهېدلی شي چې روزنه د هغه اعتقاداتو او باورونو پر بنسټ تر سره کیږي، چې یو قوم یا ملت ور باندې معتقد وي.

خو هغه څه، چې د لوېديځ سره د روزنې په اړه شته د هغه څه سره توپير لري، چې په مسلمانو هېوادونو کی د روزنې په مفهوم کې شتوالی لري.

د لوېدیځوالو د روزنیزو نظریاتو ډېره برخه د هغه اصولو په ستنه باندې ولاړه ده، چې له دوی سره د ژوند د مستوا د لوړولو په کار کې مرسته کوي، د دوی په اند روزنه د اقتصادي ودې او پر مختک له ستنو (پایو) څخه ګڼل کیږي چې ملتونه علمي، صنعتي او تخنیکي انقلابونو ته چمتو کوي، د همدې روزنیزې نظريې پر بنسټ ده، چې انسان په لوېدیځ کې د یوه ماشین او بې روحه کالبوت حیثیت لري چې تل په بېلابېلو رنځونو باندې ککړ دی، شاید، چې هغه به جسماً روغ وي خو روح یې ناتوانه او علیله ده.

اما د اسلامي روزنې نظریې خپل اصول او جوړښتونه د اسلام له دین او شریعت څخه چې یو الهي دین او شریعت دی اخیستي، دا روزنه د انساني سلیم فطرت پر عقیدې باندې ولاړه ده او په هغه کې د انسان دواړه جسمي او روحي لوري په نظر کې نیول شوي او په هغه کې نړۍ او آخرت دواړه د پاملرنې وړ دي.

قرآن کریم او نبويr سنت د ځانګړو روزنیزو اصولو او جوړښتونو (مبانیو) در لودونکي دي چې د هغوی پر بنسټ د اسلامي روزنې نظریه جوړه شوې او هغه له نورو روزنیزو نظامونو څخه بېلوي او په هغه کې نړۍ او آخرت دواړه د پاملرنې وړ دي.

اسلامي روزنه د ځانګړو خطوطو او موخو درلودونکې ده او د هغې د تشکیل لپاره ځانګړې طریقې په کار اچول کیږي.

څرګنده ده چې انسان له کالبوت (جسم) او روح څخه مرکب دی، د ده کالبوت ماده ده او روح یې د کایناتو د خالق د اسرارو څخه یو سر دی، چې په حقیقت باندې یې د هغه تعالی څخه پرته بل څوک نه پوهیږي، انساني روح د عقل څخه چې د تفکر او اندېشې منشأ او بنسټ دی متابعت کوي، هر یو: جسم، روح او انسانی عقل خپلې ځانګړې غوښتنې لري، چې باید د دوی په برخه کې رعایت شي، که چېرې انسان په زیاته کچه د خپل جسم څخه پیروي وکړي او د هغه غوښتنې عملي کړي، بشر د حیواناتو نړۍ ته نیږدې او له هغوی سره ورته والی پیدا کوي او که چېرې د انسان په شخصیت کې د تفکر او عقلانیت لوری له حده زیات پیاوړی شي شاید چې په هغه صورت کې به سفسطې، خیال او ذهني شذوذ ته مخه کړي او که چېرې د انسان په شخصیت کې روحي لوری د مناسب حد څخه زیات پیاوړی شي په داسې حالت کې به شاید، چې هغه رهبانیت، نړۍ پریښودلو او یوازیتوب ته سوق شي. د انساني شخصیت د هر لوري بې حده زیاته پیاوړتیا نوموړی د یوې ستونزې سره مخامخ کوي او د مطلوب ژوند څخه یې لرې ساتي. د اسلام د سپېځلي دین روزنیز نظام داسې نظام دی، چې انسان د ده د شخصیت د بېلابېلو اړخونو په منځني حد او منځني لوري کې ساتي او د هغه د جسمي، روحي او عقلي غوښتنو په منځ کې تعادل په ښه ‌ډول په پام کې نیسي.

 په اسلامي روزنه کې جسمي غوښتنو ته جدي پاملرنه کیږي خو په هغه کچه نه، چې دی (انسان) د حیوانیت نړۍ ته راکش کړي، د نوموړي غوښتنو ته تر هغه حده ځانګړې پاملرنه کیږي چې د انساني شخصیت نور اړخونه زیانمن نه کړي، د ده عقلي غوښتنو ته هم مثبت ځواب ورکول کیږي او د اسلامي عقیدې سره سم د سالم تفکر مجال ورته میسر کیږي او دی د ټولو هغو لاملونو څخه ساتي چې هغه ته د زیان د رسیدو سبب ګرځي.

 په اسلامي روزنه کې انسان خپلې ټولې جسمي، روحي، عقلي او ټولنیزې اړتیاوې په ښه وجه رفعه کوي، په اسلامي روزنه کې دواړو نړیوالو (دنیوي) او اخروي چارو ته پاملرنه کیږي (2)، قرآن کریم په دې برخه کې فرمایلي: «Æ÷tGö/$#ur !$yJÏù š9t?#uä ª!$# u#¤$!$# notÅzFy$# ( Ÿwur š[Ys? y7t7ŠÅÁtR šÆÏB $u÷R9$#...» (1: القصص، 77). ژباړه: په هغه څه کې چې خدای درکړي د آخرت سرای ولټوه او په نړۍ کې خپله ونډه مه هېروه... .

د لوېديځ د روزنیز نظام په اساس که د پام وړ صنعتي او تخنیکي پرمختګونه رامنځ ته شوي دي مګر په لوېديځو ټولنو کې روحي، اخلاقي او ټولنیزو اړخونو ته پاملرنه نه ده شوې او غواړي چې دغه نیمګړتیاوې په نورو روزنیزو نظامونو په تېره بیا د اسلام په روزنیز نظام سره معالجه کړي، د بېلګې په ‌ډول کوم وخت چې دوی د یوې مسلمانې کورنۍ د غړو تودې اړیکې چې په وړو باندې د شفقت او لویانو ته د احترام پر بنسټ عیارې شوې له نیږدې څخه ګوري په رښتیا سره د خپل روزنیز نظام په کمزورۍ باندې پوهیږي او غواړي چې د هغې لاره چاره ولټوي او د روحي، اخلاقي او ټولنیزو اړتیاوو نورې په لس ګونو بېلګې.

 

د اسلامي روزنې عام اصول

قرآن کریم او نبويr سنت د روزنې د عامو اصولو در لودونکي دي چې څو بېلګو ته يې په لاندې توګه اشاره کوو: (5).

الف- د علم، ايمان او روزنې اړيکه: د قرآن کریم د حکم پر بنا علم او دین یو بل سره بشپړوي او دواړه د هستۍ د حقایقو په کشف او د نېک سلوک په رامنځ ته کولو کې یو د بل سره همکاري کوي. رسول اکرمr ډېر ښه مؤمن ښوونکی او پوه مربي دی، لکه چې قرآن کریم په دې برخه کې فرمایي: «!$yJx. $uZù=yör& öNà6Ïù Zwqßu öNà6ZÏiB (#qè=÷Gtƒ öNä3øn=tæ $oYÏG»tƒ#uä öNà6ŠÏj.tãƒur ãNà6ßJÏk=yèãƒur |=»tGÅ3ø9$# spyJò6Ïtø:$#ur Nä3ßJÏk=yèãƒur $¨B öNs9 (#qçRqä3s? tbqßJn=÷ès? ÇÊÎÊÈ» (1: البقرة، 151).

ژباړه: هماغسې، چې ستاسو له منځه مې خپل استازی درواستوه [چې] زما آیتونه تاسو ته لولي او تاسې پاکوي او تاسوته کتاب او حکمت درښیي او هغه څه چې نه ورباندې پوهېدی تاسوته یې در زده کوي.

په اسلامي روزنه کې دوې سرچینې شتون لري، د وحې سرچینه او د تجربې سرچینه، دا دواړه سرچینې یوه او بله تاییدوي.

ب- د نورو د لاسته راوړنو څخه ګټه اخيستل: اسلامي روزنه د نورو د لاسته راوړنو څخه ګټه اخیستل جایز بولي او په هغه باندې ټینګار کوي، د اسلام د پیغمبرr په حدیث کې چې د ابو هریرهt په واسطه روایت شوی دی راغلي دي چې: «الحكمة ضالة المؤمن، فحيث وجدها فهو احق بها».

ژباړه: حکمت او علم د مؤمن ورکه ده، په هر ځای کې چې هغه بیا مومي مستحق یې دی.

ج- د غير شرعي عادتونونه منل: په اسلامي روزنه کې جدي پاملرنه کیږي تر څو د تېرو (خلکو) عادتونه او پېښې (تقالید) تر دقت لاندې ونیول شي او په پټو سترګو د اباوو او اجدادو د هر عادت پېښه ونشي، شاید د دوی په منځ کې به د ښو او نېکو چارو عادتونه هم شتون ولري چې باید د هغوی څخه پیروي وشي مګر هر څه باید د نیکونو د عرف په نوم عملي نشي.

د- په تعليم او تعلم کې استمرار: په اسلامي روزنه کې د پوهې حاصلول او د علم لټه د هر مسلم او مسلمې فریضه ګڼل کیږي او معین زمان او مکان نه لري، دعلم لټه باید چې د عمر په هر پړاو کې وشي، له زانګو څخه تر مړېستون پورې او په هر ځای کې چې د هغه لټه امکان ولري باید وپلټل شي. دغه دوامداره تعلیم او تعلم د انساني شخصیت ټول جسمي او روحي جوانب په خپل بر کې نیسي (7).

په اسلامي روزنه کې د علم پټ ساتل او د روزنې (تعلیم) څخه د خلکو بې برخې کول ستره ګناه ګڼل شوې ده، قرآن کریم فرمایي: «¨bÎ) tûïÏ%©!$# tbqßJçFõ3tƒ !$tB $uZø9tRr& z`ÏB ÏM»uZÉit7ø9$# 3yçlù;$#ur .`ÏB Ï÷èt/ $tB çm»¨Y¨t/ Ĩ$¨Z=Ï9 Îû É=»tGÅ3ø9$#   y7Í´¯»s9'ré& ãNåkß]yèù=tƒ ª!$# ãNåkß]yèù=tƒur šcqãZÏ軯=9$# ÇÊÎÒÈ» (1: البقره، 109). ژباړه: هغه کسان چې څرګندې نښې او لارښودنې چې لاندې مو استولي دي وروسته له هغې چې هغه مو د خلکو لپاره په کتاب کې توضیح کړي دي پټوي په هغوی باندې خدای لعنت کوي او لعنت کوونکي یې لعنتوي.

د اسلامي روزنې بنسټونه

اسلامي روزنه د داسې یوه نظام درلودونکې ده، چې د قرآني آیتونو او نبوي پیغامونو تر روښنایۍ لاندې په ځانګړو اصولو او بنسټونو باندې ولاړه او بنا شوې ده چې موږ یو شمېر بنسټونو ته لاندې اشاره کوو:

1. ديني عاطفه

په انساني خوی او فطرت کې ځانګړې دیني عاطفه اچول شوې ده او ښوونکی او مربي باید چې د دې عاطفې په ګومارلو سره د اسلامي روزنې د ایجاد، ودې او پر مختک په چاره کې زیار ایستونکی وي، د اسلام سپېڅلي دین عقل، روح او انساني نفس یو دبل همکار ګڼلي او دوی ته خطاب کوي ترڅو د وجود د عالم د حقایقو درک کولو او د بشر د افرادو سالمې روزنې ته اقدام وکړي.

2. موخه درلودونکي داستانونه

په اسلامي روزنه کې د تېرو امتونو د موخه لرونکو کیسو او داستانونو لپاره ځانګړی ځای په نظر کې نیول شوی، قرآن کریم د احکامو، امثالو او اخلاقو د بیان تر څنګ د ګټورو داستانونو بیان ته هم پاملرنه کړې او د حق د منلو او منکر د ردولو لپاره یې یو ګټور کار بولي، نبوي حدیثونو هم په خپل وار سره د تېرو امتونو د داستانونو بیانولو ته پاملرنه کړې او هغه په اسلامي روزنه او د فضایلو او ښو خویونو په حاصلولو کې ګټور بولي په همدې اساس د داستانونو بیانول د انسان د ژوند په تنظیم په خاص ‌ډول د کوچني د ژوند په تنظیم کې فعاله ونډه لري.

3. استفهام او استجواب

د اسلامي رونې د بنسټونو څخه یو یې هم استفهام او استجواب دی چې د هغه په اثر یوه سخته چاره وضاحت پیدا کوي او انساني فکر بیداریږي، پوښتنه او ځواب زده کوونکي تفکر او تعمق ته مجبوروي او د فعالې زده کړې د مظاهرو څخه شمېرل کیږي، د بېلګې په توګه د محترم پیغمبرr په یوه روایت کې چې د حضرت عمرt څخه يې روایت شوی راغلي دي: «یوه ورځ حضرت جبرائيل امین د یوه داسې انسان په صورت چې جامې یې سپینې او ویښتان یې تور وو محترم پیغمبر ته راغئ په داسې حال کې چې د سفر هیڅ ډول نښې يې په وجود کې نه لیدل کېدې هغه حضرتr ته په ګونډو شو او داسې پوښتنه یې وکړه: اسلام څه شی دی؟ ایمان څه شی دی؟ او احسان څه شی دی؟ وروسته اکرم پیغمبرr د هرې یوې پوښتنې په ځواب باندې په تفصیل پيل وکړ». وروسته له هغې چې حضرت جبرائیل له مجلس څخه ووت د اسلام پیغمبرr صحابه کرامو ته وفرمایل: دا جبرائیل و چې ویې غوښتل د دې پوښتنې په طرحه کولو سره د اسلام، ایمان او احسان په باره کې ستاسو معلومات زیات کړي. د اسلامي روزنې د دې طریقې او بنسټ څخه د نن ورځې په فعال تدریس او زده کړه کې هم پراخه ګته اخیستل کیږي او ښې پایلې ورڅخه لاس ته راغلې دي، د نن ورځې په فعاله زده کړه کې پوښتنې کول او د زده کوونکو استجوابول نه یوازې د امتحانولو او ارزونې یوه طریقه ده بلکې د زده کولو یوه ښه طریقه هم ده (8).

4. د مناسبو وختونو څخه ګټه اخيستل

کله چې مدرس او زده کوونکی مناسب وخت پیدا کوي، باید چې له هغه څخه مناسبه ګټه واخلي، ژوند د وختونو څخه ډک دی او بری د هغه چا په برخه دی چې د هغه څخه په خپلو دنیوي او اخروي چارو کې ګټه واخلي، دغه کار د اسلامي روزنې د بنسټونو څخه یو بنسټ تشکیلوي، قرآني آیتونه نجما نجما په ځانګړو مواقعو او مناسبو وختونو کې نازل شوي او د یوې مسئلې حکم یې روښانه کړی دی، د روژې د مبارکې میاشتې را رسېدل یو مناسب وخت دی تر څو انسان د هغه په لړ (جریان) کې د نفس تزکیه وکړي، صبر او حوصله په خپل ځان کې پیاوړي کړي او الله Y په پټه او ښکاره د خپل ځان ساتونکی وګڼي. کسوف او خسوف د الله Y د قدرت د بیان لپاره مناسب وختونه دي، د جمعې لمونځ او د اخترونو لمنځونه بل مناسب وخت دی چې زده کوونکي د هغو له لارې دیني شعایر زده کوي او په خپله رویه او سلوک کې بدلون راولي.

5. په اسلامي روزنه کې تدرج

تدرج او ګام په ګام پرمختګ کول په اسلامي ښوونه او روزنه کې د ارزښتمنو اصولو او بنسټونو څخه یو اصل او بنسټ دی، د اسلام د دین بنسټ په تدرج سره ایښودل شوی او هغه د دین په بېلابېلو امورو کې په وضاحت سره ګورو، اسلامي دین د شرابو حرمت به بېلابېلو پوړیو کې او په تدریجي ډول یې بیان کړ، څرنګه چې د شرع حکمت ایجابول چې نه باید یو قوم چې په مشکونو او کوزو شراب څښي او د دوی ژوند کاملاً په هغه پورې تړلی دی په یو وار د هغه له څښلو څخه منع شي.

کوم وقت چې حضرت معاذ بن جبلt یمن ته استول کیږي، د اسلام محترم پیغمبر ورته فرمایي:

«ته د اهل کتاب یوه قوم ته ورځې! په لومړي پړاو کې دوی د شهادتینو منلوته دعوت کړه! که هغه یې و منلې وروسته دوی د لمانځه کولو ته دعوت کړه! که چېرته یې هغه ومانه، بیا دوی ته د صدقې د ورکولو لارښوونه وکړه! ...» (د امام بخاري په روایت سره). اسلامي روزنه د انساني نفس عمارت، د یوه کور د بنا (جوړښت) سره تشبیه کوي چې په یوه خښته باندې د بلې خښتې په ایښودلو سره د کمال تر پوړۍ پورې رسیږي، انساني شخصیت هم په تدریج سره د خپل کمال پړاوونه وهي.

  روزنه په اسلام کې یو کامل او منظم سیستم دی چې انسان په تدریجي ډول سره د ژوند په اوږدو ګې او د خپل شخصیت د هر بعد لپاره ترې نه ګټه اخلي (4).

6. ښه قدوه (لارښود)

په اسلامي روزنه کې ښوونکی او مربي باید چې ښه لارښود او د دیني روزنې عالي مثال وي، زده کوونکي تقریباً په ټولو پړاوونو کې د خپل ښوونکي او مربي څخه زیات تقلید کوي، ښوونکی او مربي د مجردو موعظو او نظري حکمتونو د بیانولو په نسبت په خپلې پاکې عقیدې، ښو اخلاقو او ډېرو معلوماتو سره د زده کوونکي د شخصیت په جوړولو او د هغه د پوهې د سطحې په لوړولو کې ګټور واقع کیږي. انبیاوو کرامو علیهم السلام هر یوه د خپلو امتونو لپاره د ښه مقتدا او لارښود حیثیت درلود، لکه چې قرآن کریم فرمایي: «y7Í´¯»s9'ré& tûïÏ%©!$# yyd ª!$# ( ãNßg1yßgÎ6sù ÷nÏtFø%$#...» (1: الانعام، 90). ژباړه: دوی هغه کسان دي، چې خدای هدایت ورته کړئ دی، ځکه نو د دوی په هدایت پسې اقتدا وکړه.

او: «ôs)©9 tb%x. öNä3s9 Îû ÉAqßu «!$# îouqóé& ×puZ|¡ym ...» (1: الاحزاب، 21). ژباړه: بې شکه چې د الله رسول تاسې ته د ښو کړنو بېلګه ده.

7. ترغيب او ترهيب

د اسلامي روزنې بنسټ په ترغیب او ترهیب باندې ایښودل شوی دی، قرآن کریم او ارزښتمنو نبوي حدیثونو د اوامرو، نواهیو او د اسلامي شریعت امتثال، د خلکو د دعوت په چاروکې دنیوی او اخروي نعمتونو ته له ترغیب او د الهي دردناکو عذابونو څخه له ترهیب څخه کار اخیستی دی.

په کار پوه ښوونکی او مربي کولای شي چې له دې دوو بنسټیزو اصلونو څخه د اسلامي ښوونې او روزنې په چارو کې ګټه واخلي او په ځانګړي ډول د الهي احکامو په امتثال او تلقي کې او په عملي ژوند کې د هغوی تطبیق، دوی د جنت نعمتونو ته ترغیب او د دوزح د الیم عذاب څخه یې ترهیب کړي.

8. تشويق او تشجيع 

د علومو زده کړې ته د زده کوونکي تشویق او تشجیع او په ورځني ژوند کې د هغه د پایلو پلې کېدنه له هغو وسایلو څخه ده چې په اسلامي روزنه کې څرګنده او جوته اغېزه لري. تشویق نه یوازې د کم عمره زده کوونکو لپاره یو اړین کار دی، بلکې د ځوانو زده کوونکو او حتی زړو لپاره هم د ګټې څخه خالي نه دی.

9. فعال ساتل

د شاګردانو فعال او نشیط ساتل په اسلامي روزنه کې یو حتمی کار ګڼل ګیږي، دا کار په بېلابېلو طریقو سره سر ته رسیږي او د ښوونکي او مربي په مهارت پورې اړه لري چې څنګه خپل زده کوونکي فعال او بوخت ساتي.

حضرت علي کرم الله وجهه څه ښه فرمایلي دي: «روحوا القلوب وابتغوا لها طُرَف الحكمة فانها تمل كما تمل الابدان» ژباړه: زړونه آرام وساتئ او د هغوی لپاره ښې لارې ولټوی، ځکه چې دوی هم د بدنونو غوندې غمګین کیږي.

10. د بېلابېلو طريقو څخه ګټه اخيستنه

په اسلامي روزنه کې د زده کوونکو د سمې ښوونې او روزنې په برخه کې د بېلابېلو لارو او طریقو څخه په ګټې اخیستنې باندې ټینګار شوی، ښوونکی او مربي کولای شي د بېلابېلو طریقو او لارو څخه چې په نننۍ ښوونې او روزنې کې د مهارتونو (Skills) په نوم سره یادیږي استفاده وکړي تر څو د لوست مطالب په ښه ډول د شاګردانو لپاره د فهم، درک او عملي تطبیق وړ وګرځي. قرآن کریم په دې برخه کې د بېلابېلو نظري او عملي طریقو او لارو څخه یادونه کړې له هغې جملې څخه د حکمت رعایت، نېکه موعظه، او د نړۍ د ټولو عالمیانو د پروردګار لارې ته د خلکو د دعوت په کار کې په ښه طریقه سره جدل کول دي، او په بېلابېلو مواردو کې یې د قصصو، امثالو او حکمتونو بېلابېلې طریقې یادې کړې دي.

11. د زده کوونکو د فردي توپيرونو رعايت

په اسلامي روزنه کې د زده کوونکو د فردي توپیرونو رعایت ته ‌ډېره پاملرنه شوې، اللهY انسانان په جسمي، روحي، عقلي لحاظ او په همدې ډول د استعدادونو او علاقمندیو په لحاظ په متفاوت ډول خلق کړي دي: «(#qÝ¡øŠs9 [ä!#uqy...» (1: آل عمران 113). ژباړه: سره برابر نه دي. او د صحابه کرامو د آثارو څخه په یوه اثر کې راغلي: «حدثوا الناس بما يعرفون» او يا: كلموا الناس علي قدر عقولهم». ژباړه: له خلکو سره په هغه کچه چې پوهیږي خبرې وکړئ او یا د خلکو سره د هغوی د عقلونو په کچه خبرې وکړئ.

حضرت عبدالله بن مسعودt به ویل: «إن الرجل ليحدث الحديث فيسمعه من لایبلغ عقلُه فهمَ ذلك الحديث فيكون عليه فتنة». ژباړه: یو سړی یوه خبره کوي، یو داسې څوک هغه اوري، چې عقل یې د هغه خبرې فهم ته نه رسیږي، په دې وخت کې دا خبره په یوې فتنې ورته اوړي. بنا پر هغه یو ښوونکی او مجرب مربي په درسي ټولګي کې د خپل هر یوه زده کوونکي مستوا په پام کې نیسي.

 دا کار زموږ د هېواد ټولو ښوونکو او مربیانو ته یو حتمی امر دی، موږ په یوه جګړې ځپلي هېواد کې ژوند کوو موږ چې کله د یوه پوهنتون او یا د ښوونکو د روزنې د عالي موسسې څخه فارغېږو شاید چې په یوه داسې ټولګي کې به تدریس وکړو، چې زده کوونکي به یې د بېلابېلو عمرونو او ډول ډول استعدادونو درلودونکي وي، شاید چې زموږ په ټولګي کې به داسې زده کوونکي وي چې یا به یې پلار یا به یې مور او یا به یې دواړه په جګړو کې له لاسه ورکړي وي، شاید زموږ په تولګي کې به داسې زده کوونکی وي چې نیمه ورځ موټر مینځل، پلاستیک پلورل او یا نور کارونه تر سره کوي او د خپل کور ډوډۍ راوړونکی دي، شاید زموږ په ټولګي کې به معیوب زده کوونکي، د هجرت د دیار څخه راغلي او ... او ... شتون ولري موږ به دا ستونزه ولرو تر څو هغوی په بېلابېلو ډلو ووېشو او د هرې ‌ډلې اړتیاوي په ښه توګه لرې کړو (8).

12. د نظري او عملي چارو رعايت

په اسلامي روزنه کې ټینګار شوی ترڅو تر زده کړې وروسته د دین چارې په خپل ورځني ژوند کې هم عملاً تطبیق کړو، دا کریمه آیتونه ولولئ: «... zNÏ9 šcqä9qà)s? $tB Ÿw tbqè=yèøÿs? ÇËÈ   uŽã9Ÿ2 $ºFø)tB yYÏã «!$# br& (#qä9qà)s? $tB Ÿw šcqè=yèøÿs? ÇÌÈ» (1: الصف، 2-3). ژباړه: ولې هغه څه وایاست چې سر ته یې نه رسوئ (۲) د خدای په نزد د سختو ردولو (ناپسنده) ده چې یو څه ووایاست او پای ته یې ونه رسوئ (۳).

ځکه نو د ښوونکي لپاره اړینه ده ترڅو په اسلامي روزنه پورې اړوند نظري کارونه عملاً په خپلو زده کوونکو باندې د کار په بڼه تر سره کړي او د عملي کار له لارې د خپلو زده کوونکو په سلوک کې مثبت بدلون تر لاسه کړي (9).

 مناقشه او پایله

 روزنه د هغې عملیې څخه عبارت ده، چې د هغې په واسطه د یوه شخص په کړو وړو او سلوک کې بدلون رامنځته کیږي. یا  روزنه د هغه کوښښ څخه عبارت ده چې د یوه ملت د افرادو د میندو او پلرونو او مربیانو له خوا کیږي، تر څو د هغه په وسیله راتلونکی نسل د ژوند د خاصې طریقې سره سم چې نوموړی ملت عقیده ورباندې لري وده او پر مختک وکړي.

جسم، روح او انسانی عقل خپلې ځانګړې غوښتنې لري، چې باید د دوی په برخه کې رعایت شي، که چېرې انسان په زیاته کچه د خپل جسم څخه پیروي وکړي او د هغه غوښتنې عملي کړي، بشر د حیواناتو نړۍ ته نیږدې او له هغوی سره ورته والی پیدا کوي او که چېرې د انسان په شخصیت کې د تفکر او عقلانیت لوری له حده زیات پیاوړی شي شاید چې په هغه صورت کې به سفسطې، خیال او ذهني شذوذ ته مخه کړي او که چېرې د انسان په شخصیت کې روحي لوری د مناسب حد څخه زیات پیاوړی شي په داسې حالت کې به شاید، چې هغه رهبانیت، نړۍ پریښودلو او یوازیتوب ته سوق شي. د انساني شخصیت د هر لوري بې حده زیاته پیاوړتیا نوموړی د یوې ستونزې سره مخامخ کوي او د مطلوب ژوند څخه یې لرې ساتي. د اسلام د سپېځلي دین روزنیز نظام داسې نظام دی، چې انسان د ده د شخصیت د بېلابېلو اړخونو په منځني حد او منځني لوري کې ساتي او د هغه د جسمي، روحي او عقلي غوښتنو په منځ کې تعادل په ښه ‌ډول په پام کې نیسي.

د لوېدیځوالو د روزنیزو نظریاتو ډېره برخه د هغه اصولو په ستنه باندې ولاړه ده، چې له دوی سره د ژوند د مستوا د لوړولو په کار کې مرسته کوي، د دوی په اند روزنه د اقتصادي ودې او پر مختک له ستنو (پایو) څخه ګڼل کیږي چې ملتونه علمي، صنعتي او تخنیکي انقلابونو ته چمتو کوي، د همدې روزنیزې نظريې پر بنسټ ده، چې انسان په لوېدیځ کې د یوه ماشین او بې روحه کالبوت حیثیت لري چې تل په بېلابېلو رنځونو باندې ککړ دی، شاید، چې هغه به جسماً روغ وي خو روح یې ناتوانه او علیله ده.

د لوېديځ د روزنیز نظام په اساس که د پام وړ صنعتي او تخنیکي پرمختګونه رامنځ ته شوي دي مګر په لوېديځو ټولنو کې روحي، اخلاقي او ټولنیزو اړخونو ته پاملرنه نه ده شوې او غواړي چې دغه نیمګړتیاوې په نورو روزنیزو نظامونو په تېره بیا د اسلام په روزنیز نظام سره معالجه کړي، د بېلګې په ‌ډول کوم وخت چې دوی د یوې مسلمانې کورنۍ د غړو تودې اړیکې چې په وړو باندې د شفقت او لویانو ته د احترام پر بنسټ عیارې شوې له نیږدې څخه ګوري په رښتیا سره د خپل روزنیز نظام په کمزورۍ باندې پوهیږي او غواړي چې د هغې لاره چاره ولټوي او د روحي، اخلاقي او ټولنیزو اړتیاوو نورې په لس ګونو بېلګې.

د دې لیکنې په پایله کې وېیلی شو چې په اسلامي روزنه کې چې په ځانګړو بنسټونو سره ولاړه ده د انسان دواړه جسمي او روحي لوري په نظر کې نیول شوي او په هغه کې نړۍ او آخرت دواړه د پاملرنې وړ دي.

مأخذونه

1.      قرآن کریم .

2.     سیفی، فاطمه (۱۳۹۴ش). تعلیم و تربیت در اسلام، دومین کنفرانس بین المللی روانشناسی، علوم تربیتی و سبک زندگی، مشهد، دانشگاه تربت حیدریه. خلاصه مقاله.  

3.     طویلة، عبدالوهاب عبدالسلام. التربیة الاسلامیة و فن التدریس. الطبعة الاولی. دارالسلام للطباعة والنشرو التوزیع و الترجمة 1997 م

4.     عاطف، السید (ب ت). التربیة الاسلامیة (اصولها و منهجها و معلمها)، مصر، مرکز الدلتا للطباعة، ص 2.

5.     علوان، عبدالله ناصح (1984) معالم الحضارة فی الاسلام و اثرها فی النهضة الاروبیة، مصر، دارالسلام.

6.     مطهری، مرتضی (ب ت). تعلیم و تربیت در اسلام. تهران، صدرا، ص 77.

7.     ملکاوی، فتحی حسن (1991). بحوث المؤتمر التربوی، عمان، جمعیة الدرسات و البحوث الاسلامیة. 

8.     وزارت معارف. ریاست عمومی تربیه معلم. رهنمای مربیان پلانهای جلسات درسی. کابل، 1383 ش.

9.     وزارت معارف. ریاست عمومی تربیه معلم. مواد مطالعه برای معلمان. کابل، 1383 ش.


0 comments:

Post a Comment

Twitter Delicious Facebook Digg Stumbleupon Favorites More