Friday, March 22, 2024

د ارسطو پر منطق د نیوکو ارزونه

 

پوهاند محمد ابراهیم ابراهیمي د کابل پوهنتون

       د شرعیاتو د پوهنځی استاد


د ارسطو پر منطق د نیوکو ارزونه

 سریزه:

  په ساده ګۍ سره موندلی شو چې د ژوند په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې  زموږ ټول ورځیني مناقشات د منطقي او عقلی اصولو او قواعدو په اساس او بناء تر سره شوي دي. عقل او منطق یواځینی ممیزه ده چې انسان له نورو حیواناتو څخه جلا کوي، فطري یا طبیعي منطق د انسان په اصل کې ایښودل شوی دی او انسان د هغې په اساس فطرتاً یو منطقي موجود دی، کله چې د انسان ژوندانه ځانته پراخه ابعاد ونیول طبیعي ده چې د مختلفو منازعاتو د حل او له حق څخه د باطل د منطقي تمییز لپاره د انساني ټولنې په مختلفو برخو کې د منطقي قوانینو وضع کولو ته ضرورت احساس شو، دغه منطقی قوانین په اول کی د ارسطو په واسطه وضع شول او صوری منطق منځ ته راغی. 

خو د نویو پېړیو فلاسفه وو او پوهانو د ارسطو پر صوری منطق باندی سخت گزارونه وکړل او هغه یی د زمانی په بهیر کی یو ناکام منطق وباله.        

 اما دا هم باید هیر نه کړو چې د ارسطو صوري منطق که هر څومره د لوېدیځ د ځینو علماوو د نقد او کره کتنې وړ وګرځېد خو په هغې کچې عقیم او غیر مفید نه دی کوم چې هغوی تصور کړی دی.

په دې مقاله کې چې د صوري منطق د نقد مسأله تر بحث لاندې نیول شوې، اړینه برېښي چې لومړی ددې علم مخکېنی تاریخ په خاصې طریقې وکتل شي او وروسته پرې نقد وشي او بیا د نقد کره کتنه هم ضروري ده، په دې تحقیقي مقاله کې به دا ټول په ښه توگه سره وڅیړل شي.

ФФФФФФ

 

  د صوری منطق لومړنی مبتکر یوناني مشهور فیلسوف ارسطو یا ارسطاطالیس وو چې د (۳۲۲ـ۳۸۴) کلونو ترمنځ یې مخکې له میلاد څخه ژوند کړی، دا چې ارسطو د منطق د علم واضع او لومړنی معلم دی په دې معنی ده چې د لومړي ځل لپاره یې وکولای شول ددې علم خواره واره ټول اصول او قواعد تصنیف کړي او د هغه په تدوین د یو علم او قانوني اصل په حیث چې رعایت کول یې د انسان ذهن له خطاء څخه مصئون ساتي، لګیا شو په پوره یقین ویلی شو چې له ارسطو څخه مخکې نور فلاسفه هم وو چې په دې ساحه کې یې ګټورې چارې سر ته رسولی دي، سوفسطائیانو چې د لرغوني یونان د سیاسي ټولنو سره یې مینه درلوده ډېره هڅه وکړه چې خپل زده کوونکي په جدل او خطابې کې چې ددې علم مهم صنعتونه دي خاص تربیه کړي او په دې لړ کې د عمومي مواردو په استناد د جزئی احکامو په اثبات لګیا شول، د سوفسطائیانو د ښوونځي له نامتو زده کوونکو څخه یو سقراط دی، کله چې یې ولیدل چې هغوی د اشیاوو حقایق ثابت نه ګڼي، قصد یې وکړ چې د (تهکم او تولید) د معروف روش په کارولو سره هغوی په خپل استدلال کې د تناقض وجود ته متوجه کړي او د مجهولاتو او منطق په دقیق تعریف تاکید وکړي، هغه د تعریفاتو په باب «حد» وضع کړ، موږ کولای شو هغه په منطق کې د تعریفاتو د باب واضع وګڼو، هغه د اشیاوو د تعریفولو لپاره استقرائی روش اختیار او غوره کړ چې وروسته دې روش ډېر اهمیت پیدا کړ( 13: 23).

افلاطون د (مُثُل) د نظريې په طرحې سره وکولای شول د ارسطو د څلور ګونو کلیاتو د تصنیف لپاره زمینه برابره کړي او د ریاضي پر اصولو او مبانیو چې د منطقي اصولو سره ډېر ورته والی لري ډېر تاکید وکړي ( 2: ۱۸ـ۶).

وروسته له هغې چې منطق د ارسطو په واسطه تنظیم او تهذیب شو ددې علم د ډېر انکشاف او پراخوالي کار په ټپه ونه درید بلکې په دې ساحه کې ډېر کلک ګامونه په وروسته دورونو کې هم پورته شول. یوناني زنون (۲۶۲ـ۳۶۰ ق.م) د رواقیانو د ښوونځي مؤسس وو او د هغه د ښوونځي پیروانو نړۍ له اتمونو او یو له بل سره د نښتو ذراتو څخه مرکبه وګڼله.

د هغوی له نظره ډېره مهمه او صادقه قضیه هغه ده چې د دوو شیانو ترمنځ د نسبت او ارتباط مفهوم ورکړي، څرنګه چې په شرطیه قضیه کې د مقدم او تالی ترمنځ دا نسبت او ارتباط په ښه توګه لیدل کیږي نو دا قضیه په منطق کې د ډېر اهمیت درلودونکې ده، په دې بناء یې شرطي قضیې او استثنائي قیاس ددې ښوونځي له ابتکاراتو څخه ګڼلي دي، حکیم جالینوس د ارسطو د قیاس پر شکلونو څلورم شکل ورزیات کړ او د «رسم» په اساس د تعریفاتو نظریه یې ابتکار کړه.

صوري فرفوریوس په «ایساغوجي» کتاب کې چې د لرغوني منطق له ډېرو معروفو متونو څخه شمېرل کېږي او زمونږ د هېواد په دیني مدارسو کې هم متداول دی د ارسطو څلور ګونو کلیاتو (جنس، فصل، خاصه او عام عرض) ته ئې ترتیب ورکړ او د نوع کلي یې پرې زیات کړ او دا پنځه ګوني کلیات یې د قول شارح او مقولاتو لپاره مقدمه وګڼله او په تقدیم او تاخیر کې یې هم لاس وواهه په دې معنی چې ارسطو په آخر کې څلور ګوني کلیات، «جدل» ته نژدې بحث کړي وو په داسې حال کې چې فورفوریوس د پنځه ګونو کلیاتو بحث د تصوراتو تر باب پورې ملحق کړی او د خپل کتاب په لومړۍ برخه کې یې ذکر کړی دی.

افرودیسي سکندر په دویمه میلادي پیړۍ کې د منطق علم چې ارسطو هغه د «تحلیلاتو» (23:1) په نامه یاد کړی و او په هغه د آلې یا وسیلې اطلاق هم کیده د «لوجیکا» په نوم یې مسمی کړ، څرنګه چې عربو ژباړونکو هغه «نص» او یا قانونمنده آله ګڼلې ده او د فیلسوف العرب یعقوب بن اسحق الکندی کار ددې علم د پراخوالي په هکله د قدر وړ دی. زمونږ د هیواد پوهان او فلاسفه هم ددې علم د پراخوالي، تبویب او د بابونو د تهذیب په اړه بې تفاوته پاتې نه شول بلکې په خپل وار یې د قدر وړ کارونه په دې اړه سرته رسولي دي. ابو نصر فارابي د «معلم ثاني» لقب په دې علم کې کسب کړی او ابو علي سینا بلخي په خپلو مشهورو کتابونو (شفاء) او (نجات) کې ددې علم په توضیح او تشریح لګیا شوی دی، څرنګه چې ټول پوهیږو د منځنیو پېړیو په ترڅ کې د ارسطو صوري منطق په اروپا کې د ځانګړي اهمیت درلودونکی وو.

اسکولاستیزم او ترمسیحی حکمت پورې مربوطه مدرسې د ارسطو د منطق محتویات د انجیل د کتاب د محتویاتو په شان نافذ، د اجراء او تطبیق وړ ګڼل، د فورفوریوس صوري کتاب چې مخکې ذکر شو په اروپا کې ځانته د اسکولاستیک په لومړۍ دوره کې د ارګانون له ځینو یاداشتونو سره موجود و، خو د هغه په دویم دور کې د منطق ځینې کتابونه او د ارګانون د قیاس مباحث چې د عربو په واسطه ژباړل شوي وو اروپا ته د ځینو یهودیانو په وسیله منتقل شول. کله چې دا کتابونه په لاتیني او نورو اروپائي ژبو وژباړل شول، اروپائیان د هغوی د عربي متن د ژباړې له لارې ددې علم په محتویاتو پوه شول، د ارسطو صوري منطق د اروپایانو په نزد د منځنیو پېړیو په جریان کې د افکارو د سنجش یوازینۍ ښه وسیله وه تر هغې چې د منځنیو پیړیو دورې خپل ځای رنسانس او د علومو تجدید ته خالي کړ او په اروپا کې د لوی فکري انقلاب زمینه مساعده شوه انساني او طبیعی مختلف علوم له فلسفې څخه جلا شول او د خپلې پرمختیا لپاره یې لاره د کلیسا له قید او شرط او د پاپ له حکم څخه پرته هواره کړه او اروپا د ساینس او تکنالوژي د محیرالعقولو پرمختیاوو شاهده وګرځېدله، په دې اړه ددغو فلاسفه وو او پوهانو کار لکه راجرزبیکن انګلیسي، کوپرنیک لهستاني، ګالیله ایټالوي، فرانسس بیکن انګلیسي، رنه دیکارت فرانسوي، بیشه فرانسوي او ایمانوبل کانت آلمانی ډیر اهمیت درلود.

د نویو پېړیو فلاسفه وو او پوهانو د اروپایانو د منځنیو پېړیو خراب وضعیت او حالت د کلیسا د اربابانو د تحجر او د ارسطو د صوري منطق د عقامت نتیجه ګڼلې چې  د انجیل او نورو ادیانو نصوص د صوري منطق له عقیمو روشونو څخه په استفادې سره د کلیسا د آباءو په واسطې په ذهني او عندي شکل سره تفسیر او تأویل شوی چې د انسان د سالم او آزاد فکر کولو لپاره په هغې کې هیڅ یوې زمینې وجود نه درلود، هغوی مدعي شول چې صوري منطق په هیڅ یوه علمي اکتشاف او فکري حرکت کې عمده او اساسي نقش نه درلود بلکې د پرمختګ د لارې بند او دیوال ګرځیدلی، د منطق دنده دا وه چې پوهانو ته د علومو د تحقیق میتودونه او روشونه ور زده کړي او د قوانینو د میندلو په لاره کې او د انساني پوهاویو په منځ کې د روابطو د کشف په هکله له هغوی سره مرسته وکړي خو برعکس صوري منطق د انسان ذهن له الفاظو سره په لوبولو کې مصروف وساته سره له دې چې صوري منطق د شارحینو له اړخه داسې تعریف شوی چې دا یوه قانوني آله ده چې رعایت یې ذهن له فکري خطا څخه ساتي «المنطق آلة قانونیة تعصم مراعتها الذهن عن الخطاء فی الفکر» ( 6: 2) خو دغې منطق د منځنیو پېړیو په اوږدو کې نه د خلکو ذهن، نه د کلیسا د آباءو ذهن او حتی د خپله منطیقانو ذهن یی هم د فکري تیروتنو څخه و نه ژغورلو.

فرانسس بیکن (1561ـ1626) نوي ارګانون ولیکه او په هغې کې یې نوی منطق چې د مشاهدې او تجربې پر بنیاد متکی و پیشنهاد کړ او د ارسطو یي قیاس په اړه يې داسې وویل: «قیاس د انسان ذهن مقید کوي نه امور (چارې)» په دې معنی چې د علم هدف د چارو معرفت او هم پر هغوی د حاکمو اړیکو پېژندل دي نه یوازې د تصوراتو معرفت چې زمونږ ذهن هغه یو له بل سره مربوط کړي. رنه دیکارت (۱۵۹۶ـ۱۶۵۰) مشهور فرانسوي فیلسوف د ارسطو د صوري منطق په اړه ولیکل: «مګر سم فکر مو وکړ، د صوري منطق په هکله له دې سره مخامخ شوم چې د قیاساتو عمده ګټه او نور ډېر تعلیمات یې دانه دي چې انسان په څه شي نه پوهېږی هغه بیامومي، بلکې دادي چې وکولای شي په هغه څه چې پوهېږي بل پرې پوه کړي». انګلیسی مشهور فیلسوف او پوه استوارت میل چې د (۱۸۰۶ـ۱۸۷۳) کلنو ترمنځ یې ژوند کړی د ارسطو پر صوري منطق یې هم د پاملرنې وړ نقدونه (کره کتنې) کړې دي،  هغه استدلال کوي چې د ارسطو په قیاس کې د قیاس پایله پر مقدماتو بنا شوې او په عین حال کې لیدل کېږي چې د قیاس مقدمتینو هم د قیاس پر نتیجې بنا موندلې ده، د صوري منطق په کتابونو کې دا مثال ډېر تکرارېږي «سقراط انسان دی، او هر انسان فاني دی، پس سقراط فاني دی» په دې قیاس کې د «سقراط فاني دی» قضیه له کلي قضیې څخه مخکې «هر انسان فاني دی» سمه فرض شوې ده یعنې د قیاس مقدمتینو په حقیقت کې په هغه شي بنا موندلې چې د هغه اثبات مطلوب دی او داسې حالت چې د مدعیٰ او مطلوب د اثبات لپاره خپله له هغه څخه او یا د هغه له جزء څخه استفاده وشي دور او یا مصادره علی المطلوب ده ( 3: 45)چې هغه د سفسطې یو ډول دی چې په هغه کې کوم شی چې اثبات یې مطلوب وي مخکې نه مسلم او ثابت ګڼل کېږي، هغه داسې ادامه ورکوې: مونږ هغه وخت کولای شو د انسان له فنا کېدلو نه مطمئن شو چې له مخکې نه مو د انسان د نوعې د ټولو افرادو فاني کېدل چې سقراط د هغه یو جزء دی قبول کړی وي نو کلي قضیه «انسان فاني دی» کوم مجهول نه معلوموي او په عمل کې له ارزښت او اعتبار څخه فاقده ده، هغه پوهه چې په عمل کې ترېنه استفاده ونه شي او د مشکل غوټه خلاصه نه کړي اعتبار نه لري. قیاس او استقراء په صوري منطق کې د چارو د تحقیق دوه روشه دي، په قیاسي روش کې په پیل کې محقق کلي حکم صادر کړی، وروسته د هغه کلي په افرادو او جزئیاتو لګیا کیږي لکه څرنګه چې د «سقراط انسان دی، او هر انسان فاني دی نو سقراط فاني دی» په قیاس کې لیدل کېږي، خو په استقرائي روش کې په پيل کې محقق د یوه کلی افراد او جزئیات د خپل دقت مورد ګرځوۍ وروسته د هغه افرادو جلا احکام په کلي باندې تطبیقوي (12:۱۴۷)، استورات میل نه یواځې قیاس بلکې په ارسطويي قیاس کې صوري استقراء هم تر نیوکې  لاندې راوړې او هغه له عملي ارزښت څخه فاقده ګڼي مثلاً د صوري استقراء له نظره که سیارات د لمر په شا او خوا ګرځي باید په داسې ډول حکم وشي: عطارد د لمر په شاو خوا تاوېږی، ناهید (زهره)، ځمکه، بهرام (مریخ)، برجیس (مشتري) کیون (زحل)، اورانوس، نپتون او پلوتون هم د لمر په شاو خوا تاوېږي نو ټول سیارات د لمر په شاو خوا تاوېږي په دې مثال کې چې د څو جزئي حالتونو څخه د یوه کلي حکم په لور تګ شوی کوم نوی شی چې په مقدماتو کې نه وي نه لیدل کېږي یعنې «نتیجه» د مقدماتو تکرار دی نه کوم نوی شی، پرته له مقدماتو استقراء زمونږ پر معلوماتو کوم شی نه زیاتوي او کوم مجهول نه معلوموي د مقدماتو دا ډول تنظیم له عملي او تطبیقي ارزښت څخه فاقده پایله ده، خو په عملي منطق کې کله چې اوبه د حرارت د درجې په ارتباط څو ځله ازمایي او تجربه کوي یې او د یو شان نتایجو له تکرار څخه وروسته حکم کوی چې «اوبه د سانتي ګرید په سلو درجو کې په جوش راځی» د بیاني منطق دا کار یوازې د صورت او فورم له لحاظه نه بلکې د مخکینۍ مشاهدې، تجربې او تکرار پر مبنا استوار دی او هغه شی چې محض ذهني دی په واقع او نفس الامر کې د انسان له ذهن نه بهر د څېړنې وړ او پر یوې مادې باندې عملاً تطبیق شوی او د هغې څخه نه ردیدونکې پایله لاس ته راغلې ده، په راتلونکي کې هم د تطبیقي منطق ددې حکم په اساس د نورو عملي تحقیقاتو لپاره زمینه برابره شوې ده (4:۲۲ـ۲۳) او همدارنګه که په منطقي قیاس کې غور وشي او له محض شکل څخه بهر شي او هغه پایله لاس ته راوړي چې مخکې په مقدماتو کې وجود ونه لري په یقین سره ویلی شو چې داسې واقعي قیاس د عملي استدلال پایه او اساس دی نقدي او په لاس را تلونکی ارزښت لري.

د صوري منطق د نقد کره کتنه:     

په تېر شوي بحث کې د نوو پېړیو د فلاسفه وو او منطقیانو په واسطه د ارسطو د منطق تاریخي وړاندیز او نقد په مختصره توګه ذکر شو او د هغوی له خوا چې پر صوري منطق کوم عمده او مهم انتقادات وارد شوي وو پرې بحث وشو، خو دا هم باید هیر نه کړو چې د ارسطو صوري منطق که هر څومره د غرب (لوېدیځ) د ځینو علماوو د نقد او کره کتنې وړ وګرځېد خو په هغې کچې عقیم او غیر مفید نه دی کوم چې هغوی تصور کړی دی.

که د ارسطو د دوران زماني او مکاني حاکم شرائط په نظر کې ونیسو او سوفسطائي فلسفي ښوونځي لکه العنادیة، العندیة او الاأدریة ( 5: 4)چې د مادې او محسوسو اشیاوو حقائق یې لږ تر لږه هم ثابت نه ګڼل له نظره لرې و نه غورځوو په جرأت سره ویلی شو چې د ارسطو صوري منطق د خپل وخت د سالم تفکر ټول قوانین او اصول تنظیم کړي او د سفسطې او جدل د ښوونځیو پر ضد یې مبارزه کړې او د اشیاوو د پیژندنې سمه لاره او روش یې د بالحد او بالرسم د تعریفاتو له لارې ښودلی او په ذهن کې یې د شي د بڼې د معرفت او حصول اقسام ښه توضیح کړي دي.

لفظ یې د متعددو اړخونو له پلوه ارزولی او د معناګانو او مفاهیمو د سم بیان او تعبیر لپاره یې زمینه آماده کړې، د دال دلالت یې پر مدلول په داسې طریقې سره توضیح او بیان کړی چې تل د علومو د استفادې وړ ګرځېدلی دی، په صوري منطق کې تصدیقات پر یو شمېر ثابتو او لایتغیرو قوانینو بنا پیدا کړی چې تل په ټولو علومو او فنونو کې ترې نه ګټه اخیستل شوې ده، مثلاً د «هو هو» قانون چې د ذاتیت د قانون او یا د فروغي په تعبیر د (اینهماني) یعنې «همغه دی» په نوم هم یادېږي( 10: 87).

ددې قانون په اساس شی له خپل ځان څخه عبارت دی او هر شی د یوه ثابت حقیقت درلودونکی دی او تر هغه وخته چې په هغې کې هغه حقیقت موجود وي تغییر نه قبلوي. د «عدم تناقض» قانون هم د انساني فکر له قوانینو څخه یو قانون دی هر کله چې دا ومنو: دا شی نبات دی بیا نه شو کولای چې په عین زمان او عین جهت کې ادعا وکړو چې غیر نبات دی، او یا هم «د امتناع یا ثالث مرفوع» قانون چې د هغه په اساس کله چې ومنو هغه شی (مثلاً نبات دی) نو که په رښتیا هغه شی نبات وي په خپله دې دعوی کې صادق یو او که نبات نه وي کاذب یو یعنې د صدق او کذب څخه غیر درېیم حالت په هغې کې نه شي تصور کیدای( 7: 56).

او یا دا چې ووایو د ۴ عدد (شمیر) یا فرد دی یا زوج چې درېیم حالت په هغې کې ګنجایش نه لري ( 11 :۷۰ـ۷۱) او همدارنګه د تعلیل قانون چې د هغه په اساس ځینې شیان د ځینې نورو لپاره علت دي.

دا چې د صوري منطق تعریف چې مخکې ذکر شو شکلي او صوري لوری ښيي له دې کبله دی  تر څو د هغې د تطابق او هماهنګي ضرورت په یوناني پوهه او فرهنګ کې چې کیفي او توصیفي جنبه یي لرله حفظ کړی خو ددې ضرورت باوجود هم د مضمون او مادې اړخ ئې هم له نظره نه دی لرې کړی او ددې ملحوظ له مخې ده چې د ارسطو صغیر منطق زیاتره د فکر قوانینو او د هغه شکلی جوانبو ته توجه لرله په داسې حال کې چې د هغه کبیر منطق زیاتره یوازې ریاضيکي او طبیعي علومو ته توجه کړې ده (۹: 13) چې دا نظر د ابو علی سینا بلخي په واسطې هم تأیید شوی او په دې اړه یې ویلي دي: «دا چې د ارسطو منطق موږ له عمومي قوانینو سره آشنا کوي او له فکري خطاء څخه زمونږ د صیانت موجب ګرځي نو په هغه کې د صورت او مادې دواړو اړخونو ته توجه کېږي».

د ارسطو صوري منطق د سم تفکر وسیله او آله ده چې له هر ډول خطاء څخه په امان کې  وي او د سالم تفکر ټول اصول او قواعد یې وضع او تنظیم کړي دي.

اوس دا آله او وسیله زمونږ په اختیار کې قرار لري او دا تر موږ پورې اړه لري چې له دې آلې او وسیلې څخه څرنګه ګټه واخلو، آیا یو منطقي قیاس پر صادقو مقدماتو ترتیبوو او یا پر کاذبه مقدماتو؟ په دویم صورت کې به د قیاس نتیجه یقیناً کاذبه او ناسمه وي د مثال په ډول په لاندې قیاس کې د قیاس مقدمتین چې د هغې تجربه شوې ماده صادقه ده نو د هغه «نتیجه» هم صادقه ده «الحدید معدن، و کل معدن یتمدد بالحرارة، فکل حدید یتمدد بالحرارة» خو که خپل قیاس په دې ډول جوړ کړو: «المعدن نبات، وکل نبات نام، فالمعدن نام» څرنګه چې زمونږ لومړی مقدمه کاذبه او د واقع مطابق نه ده او تجربه یې نه تأیید وي نو ضرورتاً زمونږ د قیاس نتیجه هم کاذبه او د واقع خلاف ده، دکتور شامي مصري د «دراسات فی علم المنطق» په کتاب کې د صوري منطق په اړه څه ښه لیکلي دي: «وذلک کعلم السباحة مثلا فانها تستند علی أسس علمیة هی وسیلة لا نقاذ الانسان من الغرق، فاذا خالف سباح هذه الأسس فلا عبرة بسباحتة، واذا نجا من الغرق فذلک بمحض الصدفة والواقع» ( 8: 13). او که ددې قانوني وسیلې او آلې څخه د منځنیو پېړیو په اوږدو کې سمه استفاده نه ده شوې او د هغې مادي او عملي اړخ هېرولو ته سپارل شوی او زیاتره د فکري تحجر او د کلیسا د آباوو تر جزمي عقایدو پورې اړه لري چې د نویو حقایقو د کشف سره يې هېڅ ډول علاقه نه درلوده.

د ارسطو صوري منطق د منځنیو پېړیو په اوږدو کې په ختیځو ټولنو او په ځانګړې توګه په اسلامي ټولنو کې ځانګړی اهمیت درلود او هېڅ مدرسه او علمي حوزه نه وه چې د ارسطو صوري منطق په کې نه وي تدریس شوی.

په اروپا کې له دې قانونمندی آلې او وسیلې څخه معقوله او عملي استفاده ونه شوه او د کلیسا اربابو هغه د ذهني او شکلي انځور په ډول وساته خو برعکس په ختیځ خصوصاً په اسلامي ختیځ کې ددې منطق موجودیت نه یواځې د پرمختګ هیڅ ډول مانع او سد ونه‌ګرځیده بلکې مسلمانانو د هغو له قوانینو څخه په ټولو علومو او فنونو کې استفاده وکړه او په مختلفو عرصو کې يې ګټور پرمختګونه حاصل کړل لکه ریاضیات، کیمیا، فزیک، بیولوژي، دواسازی، طب او حربی وسایل.

په اوسنۍ زمانه کې هم د ارسطو صوري منطق د اسلامي هیوادونو په اکثره مدرسو او پوهنتونونو کې تدریس کیږي او علت یې هم دادی چې د اسلامي فرهنګ لومړنی لاس کتابونه او اصیل متون د قیاسي استدلال له طریقې سره په مطابقت کې تبویب او تدوین شوي دي او که پر صوري منطق کامل تسلط او ورود وجود ونه لري د هغو متونو له محتویاتو څخه سم درک او فهم په ښه توګه نه شي میسر کیدلی.

مسلمه خبره داده چې هم صوري منطق او هم میتودولوژی او تطبیقي منطق دواړه د هغه دلائلو سره چې ذکر شول د ځانګړي اهمیت درلودونکي وو او په هیڅ وجه یو د بل اهمیت نه شي نفی کولای او ددې ملحوظ په بنا صوري او تطبیقي منطق له نیمې پیړۍ څخه ډیر وخت زمونږ د ګران هیواد د ښونځیو د درسي نصاب جزء وو.

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي هم صوري او تطبیقي منطق د تدریس د اهمیت او ضرورت د درک پر بنا د خپل عمر له ۵۰ کلونو څخه زیات د خپلو درسي برنامو جزء ګرځولي او په دوو سمسترو کې یې د تدریس اراده کړې ده او همدارنګه د هیواد د نویو پوهنتونونو د شرعیاتو د پوهنځیو په ټولو درسي پروګرامونو کې هم ځای پر ځای شوي دي.

د هیواد د ښوونکي دروزنې تحصیلي نهادونو او دارالمعلمینونو هم د منطق د مضمون ددواړو شعبو (صوري او تطبیقي) تدریس له نظره لرې نه دی غورځولی او هغه يې د دیني علومو په تعلیمی نصاب کې شامل کړی دی.

 

پایله او نتیجه گیری:

لکه مو چی د دی مقالی په سریزه کی ووییل که خپلو خبرو ته ډېر دقت وکړو په ساده ګۍ سره موندلی شو چې د ژوند په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې  زموږ ټول ورځیني مناقشات د منطقي اصولو او قواعدو په اساس او بناء تر سره شوي دي. ددې اصولو او قواعدو پکارول یوازې د ننني عصر د متمدن او پرمختللي انسان ځانګړتیا نه ده بلکې یواځینې ممیزه ده چې انسان (ښاري او پرمختللی، کلیوال او اطرافي انسان) له نورو حیواناتو څخه جلا کوي، فطري یا طبیعي منطق د انسان په اصل کې ایښودل شوی دی او انسان د هغې په اساس فطرتاً یو منطقي موجود دی، کله چې انسان د خپل ژوند له ساده ګۍ او بساطت څخه بیرون شو او د هغه ژوند ځانته پراخه ابعاد ونیول طبیعي ده چې د مختلفو منازعاتو د حل او پر غلیم باندې د غلبې او له حق څخه د باطل د منطقي تمییز لپاره د انساني ټولنې په مختلفو برخو کې د منطقي قوانینو وضع کولو ته ضرورت احساس شو او په دې ساحه کې لومړنی مبتکر یوناني مشهور فیلسوف ارسطو و

. خو د نویو پېړیو فلاسفه وو او پوهانو د اروپایانو د منځنیو پېړیو خراب وضعیت او حالت د کلیسا د اربابانو د تحجر او د ارسطو د صوري منطق د عقامت نتیجه ګڼلې چې د انجیل او نورو ادیانو نصوص د صوري منطق له عقیمو روشونو څخه په استفادې سره د کلیسا د آباءو په واسطې په ذهني او عندي شکل سره تفسیر او تأویل شوی چې د انسان د سالم او آزاد فکر کولو لپاره په هغې کې هیڅ یوې زمینې وجود نه درلود، او په دی برخه کی یی خپل دلایل ذکر کړی دی.

خو دا هم باید هیر نه کړو چې د ارسطو صوري منطق که هر څومره د غرب (لوېدیځ) د ځینو علماوو د نقد او کره کتنې وړ وګرځېد خو په هغې کچې عقیم او غیر مفید نه دی کوم چې هغوی تصور کړی دی.

په اروپا کې له دې قانونمندی آلې او وسیلې څخه معقوله او عملي استفاده ونه شوه او د کلیسا اربابو هغه د ذهني او شکلي انځور په ډول وساته خو برعکس په ختیځ خصوصاً په اسلامي ختیځ کې ددې منطق موجودیت نه یواځې د پرمختګ هیڅ ډول مانع او سد ونه‌ګرځیده بلکې مسلمانانو د هغه له قوانینو څخه په ټولو علومو او فنونو کې استفاده وکړه او په مختلفو عرصو کې يې ګټور پرمختګونه حاصل کړل لکه ریاضیات، کیمیا، فزیک، بیولوژي، دواسازی، طب او حربی وسایل.

 

ماخذونه:

1.           ارسطو. کتاب التحلیلات الثانیة. تحقیق. عبدالرحمن بدوی(منطق ارسطو) القاهرة: مکتبة النهضة المصریة، 1949.

2.        اوی، البرت. تاریخ مختصر فلسفه. ج2. ترجمه علی اصغر حلبی. تهران: کتابفروشی زوار، 1358 ش.

3.        بلیاوی، محمد ابراهیم. ضیاء النجوم فی توضیح سلم العلوم. ملتان: مکتبۀ امدادیه، ب- ت.

4.        ترابی، علی اکبر. فلسفۀ علوم. تبریز: دانشگاه تبریز، 1347 ش.

5.        التفتارانی، سعدالدین. شرح العقاید النسفیة. پشاور: قصه خوانی، ب-ت.

6.        حنبل، حسن حسن. المنطق الوافی. القاهرة: مطبعة الرسالة، 1966. 

7.        الرازی، محمد قطب الدین. القطبی. ملتان: مکتبۀ امدادیه، ب - ت.

8.        الشامی، محمد السید. دراسات فی علم المنطق. مصر: 1960.

9.        الشنیطی، فتحی محمد. اسس المنطق و منهج البحث العلمی. ب- ت.

10.    فروغی، محمد علی. سیر حکمت در اروپا. ج1. تهـران: انتشارات زوار، 1366 ش.

11.    کاوش، سید نورالحق. منطق ارسطو. کابل: مطبعۀ وزارت تحصیلات عالی و مسلکی، 1369 ش.

12.    محمود، زکی نجیب. فلسفۀ علوم. ترجمه غلام حسن مجددی. کابل: پوهنځی ادبیات و علوم بشری پوهنتون کابل، 1347 ش.

13.     مددی، عبدالمنان. منطق صوری. کابل: پوهنتون کابل، 1366 ش.


0 comments:

Post a Comment

Twitter Delicious Facebook Digg Stumbleupon Favorites More